ناڅرګندو وسله والو تخار کې يوه ښوونځۍ سوځولې ده 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، د هېواد شمال تخار ولايت کې مسوولين وايي چې ناڅرګندو وسله والو په مرکز تالقان کې يوه ښوونځۍ تېر سهار سوځولې ده. 

ياد ښوونځي نېږدې درې زره زده کوونکي لري او د ابوعثمان تالقاني په نوم وه. د لېسې د ودانۍ ځيني برخې سوځېدلې دي. 

د تخار د پوهنې رئيس ويلي دي چې وسله والو لومړی د ښوونځي ساتونکی ګواښولی او وروسته يې ښوونځي ته اور ورکړی دی. 

تر اوسه کومې ډلې د ابوعثمان تالقاني ښوونځي د سوځولو مسووليت نه دی منلی.