روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، کورنيو چارو وزارت تېره ورځ په يوې خبرې پاڼې کې ويلي وو چې پوليسو يې خوست ولايت کې د موټرسايکل بم بريد مخه نېولې ده.
کورنيو چارو وزارت ويلي دي، چې امنیتي ځواکونو د خوست ولایت د صبريو ولسوالۍ په "شیخ محمدي" کلي کې د ترهګرۍ ضد په یوه بل عملیات کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې هم مخنیوی کړی دی. د چاودنې موخه خلبيسات بازار ښوودل شو.
همدا ډول د ياد ولايت په ګربز او موسیخېلو ولسوالیو د پوليسو په نورو عملياتو کې د مهماتو او فشاري ماینونو دوه زېرمې کشف او ترلاسه شوې دي.
له یادو پټنځایونو څخه یو میل راکټ غورځوونکې وسله له ۷۲ ډزو ګولیو او ۷۲ عدده حق سوق سره یې، ۲۲ قبضې لاسي بمونه او ۳۳ کړۍ فشاريٍ ماینونه کشف او ضبط شوي دي.
وروستي