فراه ښار کې غښتلې چاودنه وشوه 

روهي (درې نۍ/۲۲ د زمري)، کابو يو ساعت وړاندې فراه ښار کې چاودنه شوې ده چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. ولايتي مسوولينو د پېښې پخلی کړی دی. 

د فراه د ولايتي شورا يو غړي داد الله قانع رسنيو ته ويلي  دي چې د بريد موخه کې د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر عبدالقادر وو. د نوموړي د سالم وتلو او وژل کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي. 

دادالله قانع ويلي دي چې پېښه کې څلور امنيتي سرتيري وژل شوي دي او يو شمېر نور په کې ټپيان دي. تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی.