ناوي او زوم په کې وژل شوي؛ باميانو کې د واده موټر ټکر کړی 

روهي (څلورنۍ/۲۲ د زمري)، د باميانو ولايت ورس ولسوالۍ کې دوه ورځې وړاندې د واده د يو موټر د ټکر له امله ناوي او زوم وژل شوي دي. ولايتي ادارې د پېښې پخلی کړی دی. 

د باميانو د والي وياند لطيف عظمي رسنيو ته ويلي دي چې پېښه هغه وخت شوې چې د واده موټر له سړک بهر او يوې ونې سره يې ټکر وکړ. پېښه کې د ناوي او زوم وراېخوا درې نورې ميرمنې هم وژل شوې او ۱۳ کسان ټپيان دي. 

ولايتي مسوولين وايي چې مړي او ټپيان يې روغتونونو ته لېږدولي دي او د پېښې په اړه لا نورې پلټنې تر سره کوي.