هندوستان کې کړکېچ: د هغه کس ضد لاريونونه چې پر فېسبوک يې د اسلام د ستر پيغمبر (ص) د سپکاوي پوسټ کړی

روهي (څلورنۍ/۲۲د زمري)، د هندوستان په بنګلور ايالت کې د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ تاوتریخوالی شوی. پوليسو د لاريون کوونکو له منځه ۱۱۰ کسان نېولي دي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. 

لاريون  کوونکي د یوه ځايي سیاستوال کور مخې ته د احتجاج لپاره یو ځايي شوي وو او ادعا یې کوله چې د دغه سیاستوال یوه خپلوان په خپل فېسبوکي پوسټ کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی کړی دی.

د بنګلور کمشنر کمال پانټ وايي، د لوړ پوړو افسرانو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ پولیس د سې شنبې شپې په دغه تاو تریخوالي کې ټپیان شوي دي. نوموړی زیاتوي د ښار دوو امنیتي حوزو کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

پولیس وايي چې د لاريون کوونکو له منځه يې ۱۱۰ کسان نېولي دي او زياتوي چې دوی پر پوليسو د ډبرو او کاڼو ګوزارونه کول. همدا ډول هغه کس نېول شوی دی چې پر فېسبوک يې ياد پوسټ کړی.