روسيه کې کرونا ويروس لپاره جوړ شوی واکسين جانبي عوارض لري

روهي (څلورنۍ/۲۲ د زمري)، يو شمېر روسي رسنيو ليکلي دي چې د روسيې له خوا د کرونا ويروس ضد واکسين جانبي عوارض لري. د يادو رسنيو په وينا چې پر جوړ شوي واکسين لازم روغتيايي بهيرونه نه دي تر سره شوي. 

تېره ورځ ولسمشر پوتين ياد واکسين ګټور وباله او ويې ويل چې په رسمي ډول سره به د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره پيل شي. دغه واسکين د ولسمشر پوتين لور ته هم ورکړل شوی وو او د وجود حرارت يې لوړ کړی وو. 

تبه، د وجود د ځينو غړو پړسوب او د وجود درد، روسيه کې د کرونا ويروس ضد واکسين جانبي عوراض پېژندل شوي دي. 

د روسيې فونتاکا خبري رسنۍ لېکلي دي، چې ياد واکسين يوازې اته دېرش کسانو باندې ازمويل شوی دی او تر اوسه دا نه ده مالومه، چې د کرونا ويروس د انټي جن پر وړاندې انټي باډي ګانې جوړولی شي او کنه؟ 

د ياد واکسين په اړه ويل شوي دي، چې حمل لرونکو او هغه ميرمنو ته چې ماشومانو ته شېدي ورکوي، نه توصيه کيږي او په دې برخو کې لا تجربې روانې دي.