روسیه کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند له دندې ګوښه او کابل ته راغوښتل شوی دی

روهي (څلورنۍ/۲۲ د زمري)، د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر اساس مسکو کې افغان سفير لطيف بهاند له دندې ګوښه او کابل ته راغوښتل شوی دی. 

د مالوماتو پر اساس بهرنیو چارو وزارت په مسکو کي د افغانستان سفارت مستشار همايون محتاط د سفارت د سرپرست په توګه ټاکلی دئ.

نوموړی د ولسمشر محمد اشرف غني شفاهي حکم پر اساس ګوښه شوی دی، خو تر اوسه يې د ګوښه کېدو لامل نه دی مالوم شوی. له ده وړاندې د ولسمشر غني تره مسکو کې افغان سفير وو. 
 
  لطیف بهاند ۶۴ کلن دی، چې  ۲۰۱۸  کال په پای کې په روسیه کې سفیر وټاکل شو. مخکې له دې، هغه د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي آسیا د څانګې د رییس په توګه دنده ترسره کړې.