سنجي دت د سږو په سرطان اخته شو 

روهي (درې نۍ/۲۲ د زمري)، د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړی سنجي دت په د سږو په سرطان ککړ شوی دی. د نوموړی دغه ناروغي په درېيم پړاو کې ده او جدي بلل شوې. 

سنجي دت په ټوټېر لېکلي دي چې روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی او تر يو څه وخته له فلمي نړۍ لېرې کيږي. دی له خلکو د دعا او ښو هيلو غوښتنه کړې ده. نوموړي دا نه دي ويلي چې ناروغي سرطان ده. 

دوه ورځې وړاندې سنجي دت د ساه بندۍ له امله روغتون ته يوړل شو او وروسته څرګنده شوه چې دغه هندي فلمي لوبغاړی د سږو په سرطان ککړ شوی دی.