بلخ: پلار خپله لور ووژله او سترګې يې په چاړه ترې اېستلي 

روهي (درې نۍ/۲۲ د زمري)، د بلخ ولايت له چهاربولک ولسوالۍ راپورونه وايي چې د کروني تاوتريخوالي له امله يو پلار خپله لور په چاړه وژلې او وروسته يې سترګې هم ترې اېستلې دي. 

د بلخ پوليسو د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي چې دغه پېښه د چهاربولک ولسوالۍ په شش‌پیکال نومي کلي کې شوې ده. پوليسو د لا پلټنو ويلي دي. 

د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل رسنيو ته ويلي دي چې پېښه نېږدې يوه اوونۍ وړاندې شوې او د پوليسو وروستيو پلټنو موندلې ده، چې لامل يې کورنی تاوتريخوالی وو. 

سرچينو ويلي دي چې يادې جينۍ له يو کس سره کال وړاندې واده کړی وو چې وروسته يې طلاق واخېست او له طلاق وروسته له يو بل کس سره له کور تښتېدلې وه، او هر کله چې د پلار کور ته  بېرته راغله،   ووژل شوه.