چین کې يو بل مرګونی ويروس پيدا شوی؛ تر اوسه يې اووه کسان وژلي او لسګونه پرې ککړ شوي 

روهي (درې نۍ/۲۲د زمري)، له چينه راپورونه وايي چې د دغه هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د SFTS په نوم يو نوی مرګونی ويروس پيدا شوی دی. SFTS ويروس مرګونی بلل شوی دی. د ځايي رسنيو د مالوماتو پر اساس دغه ويروس تر اوسه اووه کسان وژلي دي او ۶۰ نفر پرې ککړ شوي دي. 

SFTS ويروس د mite يا غڼو او سپږو ته ورته حشراتو له خوا له ناروغ کس څخه روغ کس ته لېږدول کيږي. تر اوسه د چين په ختيځ؛ جیانګسو او آن‌هويي ايالتونو کې د دغه ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې اووه په کې د مړينې هم شاملې دي. 

که څه هم دغه ويروس د mite يا غڼو او سپږو ته ورته حشراتو د چيچلو وروسته انسانانو ته منتقل کيږي، خو چيني روغتياپالان وايي چې ښايي نورې داسې لارې هم شتون ولري چې دغه ويروس په ټولنه کې خپور شي. تر اوسه د ويروس د خپرېدو لار يوازې د mite حشراتو چېچل ښوودل شوي دي. 

د SFTS ويروس د Bunyavirus په نوم د ويروسونو له کورنۍ څخه دی. دغه ويروس په ۲۰۰۹ز کال کې چينايي روغتياپوهانو پېژندلی وو او د خپرېدو يې ويلی وو، خو هغه وخت کوم کس پرې ککړ شوی نه وو. چين کې د SFTS ويروس تازه پېښو په ختيځ؛ جیانګسو او آن‌هويي ايالتونو کې ويره خپره کړې ده. 

روغتياپالان وايي چې SFTS ويروس د mite يا غڼو او سپږو ته ورته حشراتو له لارې انسانانو ته ځي او بيا mite يا غڼو او سپږو ته ورته حشراتو په ژويو او حيوااناتو کې شتون لري. هغه کسان چې بزرګري کوي او مالداري کوي، کورني ژوي ساتي او يا هم ښکار کوي؛ ډېر په دغه ويروس اخته کېدای شي. د نورو حيواناتو په پرتله، دغه ويروس له غواګانو، وزو او مېږو ژر انسانانو ته لار پيدا کوي. 

د دغه ويروس له ککړېدو وروسته، ناروغ کس کې ۱۳ اوونۍ ورورسته نښې راڅرګنديږي. تبه، د عضلو درد، ستړيا، د سر درد، د اشتها  کموالی، اسهال، د خېټې درد، کانګې او له خولې د وينې بهېدل د دغه ويروس نښې - نښانې ښوودل شوي  دي. 

چينايي ډاکټرانو ويلي دي چې تر اوسه د دغه ويروس لپاره واکسين شتون نه لري، خو د Ribavirin په نوم ويروس ضد درمل کولی شي، چې د SFTS ويروس لپاره پايله ورکړي. د عامه پوهاوي په برخه کې له خلکو غوښتل کيږي، چې له حيواناتو لېرې وسي او د اړیکې پر وخت پاملرنه ډېره کړي.