نبيل: د تاریخ  راتلونکې پریکړه به د هغه کسانو په اړه ډیره جدي او بې رحمه وي، چې ادعا کوي:

روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د تاریخ  راتلونکې پریکړه به په ځانګړي ډول د هغه کسانو په اړه ډیره جدي او بې رحمه وي، چې ادعا کوي: " حساب اخلي او حساب ورکوي".

نوموړي د ولسمشر غني هغه انځور هم خپور کړی دی چې د يو شمېر امنيتي کسانو د بښلو او ۴۰۰ طالب زنديانو د خوشي کېدو فرمان د لاسليک پر مهال يې له خپلو مرستيالانو، ملي امنيت شورا سلاکار او نورو سره اخېستی دی. 

نبيل د خپلې لېکنې په يوې برخې کې لېکلي دي، "سره له دې چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې له بیت المال څخه ۲۵۰ میلیونه ډالر په علني ډول ولګول شول او تر دې ورهاخوا ډیر نور موارد هم د شخصي موخو لپاره وکارول شول، چې بیلګې یې د بهرنیو هیوادونو مرستې، له بیلا بیلو نومونو او ارزښتونو ګټه اخیستنه: لکه د خپلواکۍ ورځ، د سولې مشورتي جرګه، د خپلواکۍ سلمه کلیزه، د بیرغ ملي‌ورځ، بیا د مشهورو غلو خوشي کول، د ټاکنیزو کمیسیونونو یرغمل، د انس حقاني خوشي کول او ګڼ نور موارد."

نبيل وړاندې زياته کړې، "د هیواد له سیاسي، با وجدانه او زړه سواندو نخبه ګانو د اکثریت وطن دوستو په ځانګړي ډول د نوي سیاسي نسل څخه داده، چې د ملي ګټو په خط ودریږي، او په زوړرتیا سره شته حقایق له خلکو سره شریک کړي، نه دا چې حقایق پټ او ټول ارزښتونه معامله شي، چې اوس ټول په همداسې مواقفو کې یو.

حکومتي مشورتې جرګې په وروستیو دوه ورځو کې دوه ښکاره پیغامونه لرل:
لومړی: د ۴۰۰ زندانیانو پر خلاصون د تایید مهر چې له وړاندې یې د خلاصون ژمنه شوې وه. (دا چې ددې کسانو د خلاصون اغیزې به څه وي وروسته به روښانه شي.)

دویم:  له سترو او مهمو ملي موضوعاتو لکه له پاکستان سره د حکومت پټې معاملې تماس نه نیول، چې د حکومتي جرګې د غړو دا چلند په حقیقت کې له شرمه پر ډکو دغه معاملو د تایید مهر و؛ خو دا چې دا معاملې به افغانستان ته څه ګټه ورسوي، باید په اړه یې ځواب وویل شي!"