اوس يې بښنه غوښتي؛ پاکستانۍ اداکارې جومات کې ډانس (نڅا) کړې 

روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، صبا قمر يوه پاکستانۍ ممثله ده. نوموړې څو ورځې وړاندې د لاهور په يو تاريخي جومات کې ډانس وکړ او بيا يې وېډيو رسنيزه کړه. له صبا قمر سره يو بل مثل هم وو. 

د صبا قمر د ډانس وېډيو او هغه هم د پنجاب ايالت لاهور  ښار په يو تاريخي جومات کې د خلکو سخت غبرګونونه راپورته کړل. دغه ممثلې اوس بښنه غوښتي. 

نوموړې ويلي، مېړه، ''د سپېڅلو ځایونو د سپکاوي تصور هم نه شم کولای، خو بیا هم له هغو ټولو خلکو بښنه غواړم چې په بې پامۍ کې یې رانه زړه ازار شوی وي. ''

صبا قمر د لاهور ياد تاريخي جومات ته د وېډيو د ثبت لپاره تللې وه. دي وايي چې د نڅا پلان او موخه يې قصدي نه وه او له خلکو بښنه غواړي. 

ټولنيزو رسنيو کې د صبا قمر او ورسره کس دغه عمل ته سخت غبرګونونه وښوودل شول او د اسلامي ځايونو سپکاوی خلکو ته د منلو نه دی. 

بل لور ته د اوقافو او مذهبي چارو لپاره د پنجاب ایالتي وزیر سید پیر سعید الحسن بي بي سي ته ویلي، په جوماتونو کې د دا ډول ویډیويي کلیپونو یا عکس اخیستو قانوني اجازه نه ورکول کېږي.