تنقيدي زاويه؛ د غني خبرې او جرګه!



استاد سياف دريځ ته راغی، د دولت رئيس يې مخاطب کړ: ته زيربنايي کارونو ته ډېره لېوالتيا لرې چې بندونه جوړ کړې، فابريکې جوړې کړې، د دې ملک اوبه چې بيرون ځي دا مهار کړې، دا به ټولې تاسو ته وليکل شي، خو دا يو يې هم ستاسو نوم تلپاتې کوي نه، که هر وخت تاسو وتوانېدئ چې دا د وينو بهير بند کړئ هلته به ستاسو نوم تلپاتی وي.
 
کله چې محمد اشرف غني دريځ ته راغی استاد سياف ته يې وويل چې استاد تاسو د افغانستان يو بنسټ يئ، خدای مو همېشه لره،  او چغه يې کړه چې ان شاالله مونږ به وينه ختمه کړو... 
 
غني د تېر په څېر د اوبو د مهار او بندولو ونه ويل، ځکه دا اوس يوه سولېدلې خبره ده، زمونږ اوبه د تېر په څېر نورو هېوادونو ته روانې دي، او حتی د تېرو اوو کلونو چې تر کرزي وروسته غني د اوبو د مديريت بحث راپورته کړی همغومره اوبه په پرېمانۍ بهر ته تللي، غني به د کوم سيند د اوبو د بندولو عملي مثال ورکړی وای نو ځکه خو يې د دې هر څه پر ځای يوه عاطفي او سياسي ګډوله خبره وکړه چې: اصلي جوړښت بندونه نه دي، اصلي جوړښت زړونه دي...
 
انتصابي مشري او انتصابي ګډون!
استاد سياف په خپلو خبرو کې د خپلې رنځورۍ يادونه وکړه او د مشورتي لويې جرګې رياست يې له همدې امله د خپل ځان پر ځای ډاکټر عبدالله عبدالله ته مبارک کړ، په تېره مشورتي لويه جرګه کې هم ورته چل شوی و، هلته غني په خپلو خبرو کې خلکو ته استاد سياف د جرګې د مشر په توګه معرفي کړ، په دې ډول په دواړو مشورتي لويو جرګو کې لکه څنګه چې لويه جرګه د خاصو نظرياتي او سليقوي غوښتنو په رڼا کې انتصابي وه او د ملت استازې لويه جرګه نه وه دغسې يې په دواړو ځلونو کې د مشرانو ټاکل هم انتصابي او فرمايشي وو، له همدې مشرانې ښکاري چې لويه جرګه اصلاً د ارګ فرمايشونو ته د قانونيت يوه مجرا ده، تمه ده چې دا لويه جرګه به په دغسې انتصابي مشرۍ او انتصابي ګډون همغه پرېکړې وکړي چې ارګ يې ورته ووايي.
 
د هغه ۳۳۰ ميليونه افغانيو مصرف هم يو شفاف وضاحت ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونه د دولت دي، ځای د دولت دی، ثابت سهولتونه ټول د دولت او پخواني دي، يوازې په خوړو او د انتصابي اعضاو پر کرايه او ځېنو نورو موردونو دومره لوړ مصارف د څه لپاره؟ دا ميليونونه افغانۍ به چرته لاړې شي، دا دقت غواړي؟
 
د افغانستان جمهوريت؛ منطقوي اجماع!
غني د خبرو په ترڅ کې د دې يادونه وکړه چې په اختر کې يې د منطقوي هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړي دي، په دوی کې يې په ترتيب سره د ترکيې، ازربايجان، ايران، ترکمنستان، ازبکستان، پاکستان او هندوستان يادونه وکړه، په دې لړ کې په لومړي مقام د ترکيې او په وروستي مقام د هندوستان يادونه او دا چې  هغه تر هندوستان مخکې يې پاکستان ياد کړ دا د غني د بهرني سياست د تازه درجه بنديو عکاسي کوي.
 
غني وويل چې (د دې خبرو محور دوه اړخيزې او څو اړخيزې اړيکې وې، دوی ټول د افغانستان د خلکو په رهبرۍ او مالکيت د سولې له بهيره ملاتړ کوي، جمهويت هغه نظام دی چې ټول خلک په کې ځای نيسي، د منطقې اجماع پر جمهويت ده او دا اجماع تاسو ته تبريک وايم).
 
جالبه ده چې غني ولې د جمهويت په اړه د منطقې د اجماع لپاره خوشحاله دی او ولې د جمهوريت د همدې اجماع په خاطر ناستې منتصبې جرګې ته مبارکي وايي؟ منطقه ولې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه اجماع وکړي؟ منطقه څه حق لري چې مونږ لپاره جمهوريت، امارت، شاهي حکومتولي، استبداد او يا انارشي وټاکي؟ د افغانستان سياسي نظام بايد د افغانستان د مسلمانو خلکو پر ارادې ولاړ وي، په دې ملي چاره کې د منطقوي هېوادونو د ارادو راګډول به د څو اړخيزې بهرنۍ مداخلې معجون وي چې وطن به هيڅکله ثبات ته پرېنږدي. که غني د وطن د سياسي نظام لپاره د منطقې اجماع لټوي دا به د هېواد د منطقوي تحت الحمايتۍ يوه بدرنګه هڅه وي، منطقوي هېوادونه به په دغسې رقيبه منطقه کې هيڅکله د افغانستان لپاره پر يوه واحد سياسي نظام هوکړه ونه کړي.
 
د پروژو او پرمختګ بې روحه خبرې!
غني وويل: (زمونږ هغه خوب چې افغانستان به د منطقې د وصل څلورلارې وي، نور يو خوب نه پاتې کېږي. زېری درکوم چې سږکال د ترقۍ کار په افغانستان کې پيلېږي، ټولې موانع رفع شوي دي، له ترکمنستان څخه د برق انتقال، د نوري فايبر شبکې انتقال، او له تورغنډۍ تر هراته د اوسپنې ليکې شروع کېدل په شدت تر کار لاندې دي، له ازبکستان څخه د لسو کلونو لپاره د ۵ سېنټو په مقابل کې د زر ميګاواټه برېښنا انتقال نهايي شوی او کار به پرې په ممکنه نژدې کې شروع شي. هم د لاجوردو لاره زمونږ پر مخ خلاصه شوې، هم د چين لاره او هم د روسيې لاره، د دې لارو خلاصېدل تاسو ته مبارک وايم).
 
دا ټولې ژمنې لکه د تېرو شپږو اوو کلونو ژمنې دي، د سټېج د سر او د کاغذ د مخ ليکل دي، په عمل کې هيڅ نه شته، په داسې حال کې چې د هېواد د اوبو پنځه حوزې او په ځانګړي ډول کنړ سيند د ډېمونو د جوړېدو يو لوی ملي پوټانشيل دی، خو لېرې نه ده چې دغه سيند له خپلې سرچينې سره د پاکستان تر کنټرول لاندې راشي، پر کنړ او مشرقي د پاکستان همېشني توغندويي بريدونه د همدې لپاره دي چې پر ډېورنډ لاين پراته ولسونه سيمې پرېږدي او په دې ډول پاکستان زمکنی پرمختګ وکړي، د سيند پر کنارو د پاکستان د معامله شوي خاردار سيم لګول څه معنی لري؟ هغوی د سيند تر کنارو راورسېدل او دلته غني د اوبو د مديريت په لويه دعوه کې له ازبکستان څخه د زر ميګاواټه برېښنا د ورادولو چغې وهي. خلک د ډيم او بند غوښتنه لري او صاحب د بريښنا د ورادولو خبرې کوي. د ولس او صاحب تر منځ د رويا همدومره تفاوت د مقايسې لپاره بس دی. ځکه خو د دغه واردوونکې رويا په وړاندې حتی د انتصابي جرګې له تالاره پياوړی داد ورنه کول شو او د چک چکو شور نه و. او ما له ځانه سره ويل چې؛ ستا سرخوړلې چې وعدې غنم لوه پورې...
 
لويه جرګه؛ سليقوي ترکيب او معاصر بديل! 
لويه جرګه يو تاريخي بنسټ دی، دا په تاريخي لحاظ په پخوانيو پېړيو کې هلته چې په سيمه کې چا د ولسونو د مشورې او ولسي مشروعيت پروسه اصلاً نه لرله هملته دا د افغانونو د ولسواکۍ مظهر و، سړی حيران شي چې مونږ له کوم ښاغلي تاريخ نه کوم بدرنګ حال ته راغلي يو. 
 
خو هره تاريخي پديده خپل تاريخي بستر لري، د لويې جرګې تاريخي عظمت له يوې خوا د ببرک کارمل او نجيب په شوروي حمايه او دا مهال د امريکا په حمايه افغانستان کې له خپل ملي حيثيت څخه په ځلونو غورځېدلی، لويه جرګه په دغسې انحصاري شکل کې ډېره بې اعتباره شوې او د خلکو له سترګو يې حيثيت غورځېدلی، اصلاً بايد په معاصر افغانستان کې د لويې جرګې بديل مطرح شي، په اوسنۍ نړۍ کې د ولس د رايې خپل شفاف چلندونه شته او په دوی کې ټولپوښتنه د لويې جرګې يو ښه بديل دی، دا ټولپوښتنه لږ تر لږه په هغو ځايونو کې چې په نسبي امن کې دي او هلته ټاکنې کېدای شوی؛ صورت ميندلی شي، دا چې د شرق قيادتونه ولې د ولسي ټولپوښتنې ويرېږي دا د دغو قيادتونو په فردي استبداديت او فکري پرديتوب کې بايد ولټول شي. 
 
خو که بيا هم د امن دليل د ټولپوښتنې په وړاندې مانع وي نو بيا بايد لويه جرګه داسې وای چې په ريښتيني ډول د ولس استازې جرګه وای، د اساسي قانون له مخې لويه جرګه بايد د پارلمان او سنا جرګې له غړو او د ولايتي او ولسوالۍ شوراګانو له رئيسانو جوړه شي، اساسي قانون ته د موجوده حکومت د نه اهتمام يو مورد همدا دی چې دوی په تېرو ډېرو کلونو کې د ولسواليو منتخبې شوراګانې رامنځته نه کړې، او دا کار به په راتلونکي کې هم ونه کړي، ځکه دوی به د خپلو فرمايشونو لپاره لويه جرګه راغواړي او دا لويې جرګې به دوی پر خپلو سليقوي او نظرياتي ملګرو ډکوي. 
 
که اوسنۍ لويه جرګه دايرېدله دې لپاره تر ټولو ښه انتخاب دا و چې د ولسواليو د شوراګانو په نه شتون کې دې يوازې د ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانه جرګه) غړي او د ۳۴ ولايتونو د ولايتي شوراګانو رئيسان ورته رابلل شوي وای د دغو ۳۸۶ وکيلانو نه علاوه اضافي ۲۸۱۴ انتصابيان د يوې سليقوي اجنډا برخه ده چې غواړي له يوې خوا پر دوی خپل فرمايشونه پوره کړي، او له بلې خوا د ولسي محبوبيت کمترۍ ته د دغسې انتصابي پړسوب کميس واغوندي.
 
لويه جرګه؛ د امريکا حمايوي وابستګي!
غني د لويې جرګې په اړه د امريکا د حمايت په اړه وويل چې:
(له امريکا سره زمونږ اړيکې بنيادي او تهدابي دي، د سولې او سياسي حل لپاره د امريکا له هڅو قدرداني کوو، زه د لويې جرګې په هکله د امريکا د متحده ايالاتو د نن ورځې د اعلاميې څخه هرکلی کوم،  چې په هغې کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د مطلوب هدف، د سولې د تامين، اقتصادي پرمختيا او زمونږ د اوسنۍ ټولنې د ارزښتونو څخه ملاتړ اعلان شوی، د دې اعلاميې پښتو او دري نسخې تاسو ته ويشل شوي دي... هغه وويل دا زما غوښتنه وه، چې د لويې جرګې عظمت ته د حرمت لپاره دوی اعلاميه ورکړي، او اعلاميه واضح ده او تاسو سره شريکه شوې ده).
 
که لويه جرګه د ولس د ارادې د معلومولو، مشورې کولو او تصميم نيولو مظهر وي نو د امريکا پر داسې اعلاميې تاکيد چې د امريکا د خپلې ارادې څخه راوتلې نه وي او د افغانستان د حکومت په غوښتنه او مجبوريت يې د لويې جرګې د دايرېدو څخه يوه شپه مخکې خپره کړي وي او بيا ورته دغسې خوښي د کوم ملي خود اراديت عکاسي کوي؟ 
 
د جرګې په منځ کې د دې اعلاميې د پښتو او دري بڼو د نشر په اړه خاص اهتمام د څه لپاره؟ دا هر څه د حکومت په کچه د دې ټولې قضيې وابستګي زباتوي، لويه جرګه نمايشي ښايي او تکيه پر اجنبي ښايي.
 
ډاکټر فارېس؛ د اسټراليا ميلياردر!
غني وويل:
(همدا پرون يوولس بجې مې د استراليا له يو ميلياردر ډاکټر فاريس سره ويديويي خبرې درلودلې، هغه سخته علاقه لري چې د افغانستان په معادنو، زرغونې انرژۍ او د کرهڼې په برخه کې پانګونه وکړي، ټاکل شوې ده چې هغه په اکتوبر مياشت کې په خپله شخصي الوتکه کې کابل ته راشي، هغه زمونږ د خبرو په تائيد وويل چې افغانستان د طبيعي شتمنيو يوه داسې خزانه ده، چې چا لاس نه دی وروړی...).
 
دا ولس په همداسې بې عمله کتنو، خبرو او ويډيويي مرکو غولېدلی، ډاکټر فارېس سره فقط خبرې شوي، او دلته ولس ته داسې ورښودل کېږي چې ګنې هغه به دلته پانګونه کوي او طبيعي شتمني به د زمکې له خېټې راباسل کېږي او وطن به خودکفا کېږي. اساسي پوښتنه دا ده چې فارېس سره خواله او مرکه په خپل ځای، هغه تر سره شوي قراردادونه څه شول؟ له چين سره، له هند سره او نورو هېوادونو سره لاسليک شوي قراردادونه کوم ځای کې دي؟ ولې د مس عينک په ساحه کې په شعوري ډول امنيت خراب کړای شو؟ ولې لويې طبيعي زېرمې د قراردادونو په شتون کې همداسې بې سرنوشته پاتې شول؟ 
 
دا هم دروغ دي چې د افغانستان طبيعي زېرمې لاس نه وهلې پاتې دي، دغه زېرمې د لويې مافيا په کيندنو کې خورا لاس وهلې دي، او هغه چې په هلمند او نورو ولايتونو کې بهرني هېوادونه پر غلاګانو او کيندونو تورن دي هغه سرباري دي، که حکومت همداسې روان وي نو يو وخت به بيا کيندنې وي او زېرمې به نه وي. نور خلک د فارېس وارو پر خبرو نه بلکه د قرارداد پر امضا هم نه غولېږي، ولس عمل غواړي او پايله غواړي.
 
تېره جرګه؛ د نوي فيصده پرېکړو تطبيق!
ښاغلي غني وويل چې د پخوانۍ لويې جرګې نوي فيصده فيصلې مو عملي کړي دي.
نه پوهېږم د نوي فيصدو لپاره د دوی شاخص څه شی دی، د تېرې جرګې د قطعنامې يو شمېر مادو د حکومت او طالبانو د ګډ عمل پورې اړه درلوده او يو شمېرو يې حکومت پورې مستقلاً اړه لرله، خو که دغه مادې وکتل شي نو د حکومت د برخې عملي تطبيق په کې نوي فيصده څه چې خورا لږ دی،  د ۱۳۹۸ کال د مشورتي لويې جرګې قطعنامې ۲۳ پرېکړې درلودې، دغه پرېکړې په مجموع کې بشپړې نه دي عملي شوي، که تاسو هغه قطعنامې ته ور وګرځئ او ويې ګورئ نو له ۲۳ مادو يې ۱۴ مادې (دويمه، دريمه، څلورمه، شپږمه، نهمه، يوولسمه، ديارلسمه، څلوارلسمه، شپاړسمه، اولسمه، اتلسمه، شلمه، يوويشتمه، او درويشتمه) تقريباً پوره او يا تر ډېره نه دي عملي شوي، تاسو کولای شئ نوموړې قطعنامه د بي بي سي فارسي پر لاندې لېنک ولولئ:
https://www.bbc.com/persian/afghanistan-48144620
 
سوله او د زندانيانو ازادي!
غني جرګې ته وويل چې:
(د اساسي قانون په اساس د دې ۴۰۰ بنديانو خوشې کول د افغانستان د جمهور رئيس په صلاحيت کې نه دي، د جمهور رئيس صلاحيتونه د جزا قانون محدود کړي دي، د مثال په ډول؛ هغه افراد چې د اعدام په حکم محکوم دي، د جمهور رئيس صلاحيت تنها دا دی چې د دوی د اعدام حکم پر ابد حبس بدل کړي. مونږ يو مشکل ماحول لرو او د دې ماحول تر ساحې لاندې بايد تصميم ونيسو، پرېکړې به مشکلې وي، اما له ښي او چپ لاس پرته دريمه لار نه شته، د تصميم وخت دی، دا ۴۰۰ نفره درنې دوسيې لري، د طالبانو ژمنه څه ده؟ طالبانو ژمنه کړې ده چې که دغه ۴۰۰ زندانيان خوشې شي، دوی به په دريو ورځو کې له دولت سره مخامخ خبرې پيل کړي او په خبرو کې به اوله موضوع تلپاتي اوربند ته د رسېدو د موافقې په سر وي، په عين حال کې يې تهديد کړی دی چې که دوی خوشې نه شي، نه تنها به جنګ او خشونت ته ادامه ورکړي بلکه ډېر به يې کړي، دغه دوه لارې دي.
 
 مونږ د افغانستان اسلامي جمهوريت له غاړې څخه د ملامتۍ د بار لرې کولو په خاطر، د اسلام مبين دين ارشاداتو ته د لبيک ويلو په خاطر او د افغانستان د خلکو د سراسري ارزو په خاطر لوی او عملي ګامونه اخېستي دي، له هغو سره هم داسې نقطې ته رسېدلي يو چې دوه لارې ده، د دې بن بست شکست او په دې دوه لارو کې انتخاب له ملت سره له مشورې پرته مصلحت نه دی، ځکه د جمهور رئيس له صلاحيتونو څخه بيرون دی).
 
دا واقعيت دی چې طالبان د خپلو زندانيانو ازادي غواړي او د لست سره سم يې غواړي، طالبانو له امريکايانو سره د دوحې تړون کړی او هغوی وايي چې نوموړي بنديان دوی له امريکا څخه غواړي. که له افغان حکومت سره د ملي حاکميت او ارادې خبره سره کرښه وای نو له اوله به يې پر امريکايانو او طالبانو ځان د دوحې په توافقنامه کې طرف منلی وای او چې ونه شوه نو له امريکا به يې پوښتنه کړې وای چې تا ته خير چې زما په استازولۍ له طالبانو سره د ۵ زره بنديانو د ازادۍ توافق کوې! د افغان حکومت په غياب کې د هغو بنديانو د ازادۍ توافق چې د افغانستان د حکومت په زندانونو کې دي دا د افغان حکومت د خپلواکۍ په وړاندې يوه لويه سواليه ده!
 
هغه ۴۶۰۰ طالب بنديان چې د هغوی د لست سره سم ازاد شوي دي، پوښتنه دا ده چې ايا هغوی دوسيې نه لرلې، ايا هغوی د جنګ له ميدانه او په شپېنيو او چاڼيزو عملياتو کې نه وو نيول شوي؟ ايا هغوی له امريکايانو او حکومتي ځواکونو سره پر قتل، انفجار او جنګ کې نه وو ښکېل؟ که داسې نه وو نو هغوی يې ولې بې مورده بنديان کړي وو؟ د دې بنديانو د خوشې کولو يا نه خوشې کولو په اړه د مشورې او پرېکړې په خاطر د انتصابي لويې جرګې راغوښتلو لپاره دغسې استدلال خورا ضعيف او بې منطقه دی، او بيا کله چې دوی انس حقاني او ورسره ملګري خوشې کول هلته يې د کومې جرګې دايرول  ولې اړين نه بلل؟ په داسې حال کې چې هغوی تر دې بنديانو خورا درنې دوسيې درلودې؛ هلته ولې غني د جمهوري رياست واکونه په نظر کې نه نيول؟
 
د دې بنديانو د خوشې کولو په برخه کې بله موضوع دا ده چې که دوی د حقوق عبد په برخه کې محکوم وي، نو ايا دغسې يوه جرګه د هغوی په برخه کې پرېکړه کولای شي؟ يوه حقوقي او قضايي مسئله که د جمهور رئيس په واک کې نه وي نو د جرګې د انتصابيانو په واک کې ولې وي؟ 
 
د غني په خبرو کې د طالبانو د ژمنې مسئله هم د تامل وړ ده، ايا طالبانو ريښتيا هم په صراحت ويلي چې د نوموړو زندانيانو په ازادولو سره به په دريو ورځو کې له دولت سره خبرې پيل کړي؟ که واقعاً داسې وي نو دا بيا د دولت لپاره يوه مهمه پرمختيا ده، دا چې طالبان به د امارت او افغان حکومت به د دولت په جوړښتونو کې خبرې وکړي او دا چې په دوی کې به کوم يو له خپل سياسي جوړښته په انعطاف خبرې وکړي؛ دا به د زندانيانو تر ازادۍ وروسته مرحله کې په بين الافغاني مذاکراتو کې څرګند شي.
 
د جمهوريت او اساسي قانون ساتنه!
په پای کې غني د جمهوريت او اساسي قانون د ساتنې وويل:
(جمهوريت ډېر لوی ظرف دی، ډېر لوی ظرفيت دی، دا ظرف کولای شي تر نن ورځې ډېر کثرت ګرا وي، او د جذب او ادغام توان ولري، اما هيڅ ډله او هېڅ بل نوعه نظام د جمهوريت د جذب توانايي نه لري. د تېرې لويې جرګې له توصيو څخه يو دا و چې له جمهوريت او اساسي قانون څخه بايد ساتنه وشي، له ټولو ماتونو او توطيو سره چې نورو وکړل اساسي قانون مو تطبيق کړ او انتخابات مو ترسره کړل).
 
د اساسي قانون د ماتولو جزياتو ته که ورشو نو بېخي د دې ليکنې له توانه پورته دی، خو هغه چې نوموړي ورته د ټاکنو وويل، دا يې ونه ويل چې هغه ټاکنې څرنګه ټاکنې وې؟ هغه د پارلماني ټاکنو شرم به پر ځای پرېږدو چې د اعلان لپاره يې تر نيم کال ډېر وخت ولګېد او رايې په کې سختې مسخره شوې، د انتخاب لپاره د اخلاقي فسادونو نيولې تر اداري او مالي فسادونو خورا درانه تورونه وو چې ځواب ته يې د ډېر ژبې ګونګې وې، خو د جمهوري رياست ټاکنو کې دوه لوړې، دوه جمهو رئيسان، او بيا په ۳۶ ميليونه نفوس کې د ۷ لکو رايو ګټه او له حکومتي منابعو په ګټنې د مقابل جانب پرځول او بيا د پردې تر شا د ژورو معاملو او په حکومت کې د مقابل سيال راشريکول دا ټول د تاريخ د دوپه او مسخره ټاکنو يو داسې مثال دی چې په ورکولو يې بايد سړی وشرمېږي!
 
شعري ښکلا او استناد!
غني د خپلې وينا د ښکلي کولو په خاطر لکه د تل په څېر څو شعرونه هم وويل، په پيل کې يې لکه د مخکې په ډول د خوشحال خان شعر ووايه او ويې ويل چې:
ماغزه يې لا په ځای نه دي چا چې دې ولس سره سر په سنګ وهلی.
او بيا يې د ودان افغانستان ګوند د مخکيني مشر غفور لېوال يو شعر ووايه چې:
هله جومات مو مناره نه لري
په کې ماشوم سونډې سپاره نه لري
ورانه ډېره مو کټاره نه لري
راشه دا لس کوټري، کو للاس بوزغلي، د زړه په لملمه چې باران ووري...
اوس نو بايد لېوال صاحب خپل شعر له فېسباکه نشر کړي چې اصل يې څنګه دی!

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ