د سولې خبرې؛ زمونږ د خوشحالۍ منطق!

د رويدار ماما ړنګه زندګي!
څو کاله مخکې بهرنيو ځواکونو زمونږ د ولسوالۍ په بانډه کې پر يو کور بريد وکړ، دا د رويدار ماما کور و، رويدار ماما د هجرت له مهاله مونږ سره شناخته و، کله چې مونږ په شمشتو نصرت مېنه کې کور جوړولو، زه دا مهال د مکتب په پنځم صنف کې وم، رويدار ماما تکړه نجار و، هغه زمونږ د کور د دروازو او کړکيو نجاري وکړه... بهرنيانو يې د کور غړي سره جلا کړل، کور يې لټ په لټ واړولو، دوه ځوانان يې له ځانونو سره په کوټو کې ايسار کړي وو، تر پلټنې وروسته دوى لاړل، ښځې چې کوټو ته ننوتلې وينو د کوټو غولي خيشت کړي وو، د رويدار ماما درې زامن وو، دوه د کار روزګار زامن يې بهرنيانو شهيدان کړل او دواړه کونډې او آل اولاد يې مشر ورور او زاړه رويدار ماما ته پاتې شول، رويدار ماما هم زامنو پسې زړه واچاوه او څه موده وروسته وفات شو.
 
د وزارت د کارکوونکو قتل؟
له عبدالحق څلورلارې سره روان وم، رانه مخکې يوه ښځه پر مبايل بل چا ته وايي؛ شوخى نميکنم او بيا يې اواز په سلګيو کې ورک شو، هلته د کار او اجتماعي چارو پر وزارت بريد شوى و او د چاودنو او ډزو مسلسل اوازونه راتلل، لږ مخکې چې لاړم، د کابل سيند نري پله ته مخامخ د زړو مکروريانو د لارې په سر کې ښځې او نارينه د خپلو نازولو حالت ته وير کولو، يو ځوان ژړل او ويل يې چې دوه ورونه مې په کې ايسار دي، زنګ ورته وهم او راباندې يې بندوي... د چادنو اوازونه شول او ښځو ځانونه په زمکه زمکه ويشتل، سرتور وې او چغو يې زړونه غوڅول... په لاره تللم او ژړل مې...
 
سبا ته د همدې وزارت په بريد کې د يو پلار او د هغه د درې-څلور کلن زوى عکس ټول فېسبوک نيولى و، ما هم پرې هغه مهال ليکنه کړې وه او هغه تصوير چې زه اوس هم وګورم ورته ژاړم.
 
چپرهار؛ د لېسې قتل شوي معلمان؟
په چپرهار کې ځواکونو د شپې پر دوه کورونو بريد وکړ، مولوي نوراغا يې له دوه زامنو سره شهيد کړ، کوټې ته يې اور واچولو او نور لاړل.
 
په همدې شپه هلته په بل کور کې ځواکونو سپينږيرى د لېسې استاد وويشت او دا د څو نسلونو معلم يې په نه کړې ګناه شهيد کړ.
 
مولوي نور اغا هم د لېسې تدريسي مرستيال و، هغه او زامن يې او دا بل استاد په يو عادي جلب د پوليسو حوزې ته حاضرېداى شول.
 
د بې ستره پېغلې چېغې؟
مازيګر مهال له وزير اکبرخان روغتون نه د کور پلو روان وم، له لوى دروازې ووتلم، له درملتون نه تېر شوم، پر پياده رو يوه مور او يوه ځوانه جلۍ رامنډې وهلې، پېغله سرتور وه او سينه يې وهله د خپل ورور په وير يې چغې وهلې، هلته په ښار کې بريد شوى و او ډېر خلک په کې شهيدان او زخميان شوي وو... او زه چې کورته روان وم له شاوخوا خلکو بې پروا مې په ټوله لار سلګۍ وهلې او ژړل مې...
 
يو زما په خاطرو کې د جنګ دومره ډېرې بدمرغه کيسې دي چې په ويلو او ليکلو به يې خپله هم ژاړم او تاسو به هم راسره ژاړئ...
 
نو مونږ ځکه سوله غواړو!
کله چې مونږ د سولې خبرو ته خوشحالېږو منطق يې دا دى، چې مونږ د جنګ په لوى وطن کې د غم مسلسله زندګي کړې، مونږ د سولې پر خبرو اترو کترې او نخرې نه ځو، مونږ دا نه وايو چې ښه که سوله وشي نو د فلانکي شهيد د کورنۍ په زړه به څه تېرېږي؟
 
مونږ فقط دا غواړو چې خبرې اترې وشي او افغانان د جنګ له کړاوونو د سولې دمه ځاى ته لاړ شي، که عزت دى که وقار دى او که ارزښت که ارتقا ده نو په سوله او ثبات کې ده.
 
څه کول په کار دي؟
دا مهال د سولې، زغم، يو بل منلو او پر مشترکو ټکو د ګډون ادبياتو ته اړتيا ده، د سولې لپاره د ذهنيت جوړونې دا مرحله خورا مهمه او نازکه ده او بايد په ستغو سپورو کې بدرنګه نه شي، د يوې دښمنې څپې پر ځاى د دوستۍ او ملګرتيا نسيم ته اړتيا ده.
 
د سولې په دې ښايسته او هيله بښونکي ماحول کې پر هر لوري ورټپ پلويان بايد د سليقو له پرو راووځي او له تېرې، نېښدارې او سپورې لهجې دې تېر شي، د پيغور او طعن ژبه، کترې او کنايې، نه د سولې ژبه ده، نه د ملي ګټو ايجاب دى او نه د اسلام شريفانه تعامل او اخلاقي تهذيب.