غزني کې د  کابل - کندهار پر لويه لار درې ميرمنې له موټر ښکته او جنسي تيری پرې شوی 



روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، د ازادۍ راډيو د راپور پر اساس غزني ولايت کې د کندهار - کابل پر لويه لار تېره شپه ناڅرګندو وسله والو کسانو له يو موټر درې ميرمنې ښکته کړې او جنسي تېری يې پرې کړی دی. 

دازادۍ راډيو په راپور کې ويل شوي دي، "دغه لاره د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ نورالمدارس مدرسې ترڅنګ ملا نوح بابا ته څېرمه د محمدي پمپ په سیمه کې په داسې حال کې تړل شوې چې وايي تېره شپه د سپرلیو له یوه موټر څخه نامعلومو کسانو درې ښځې ښکته کړي او جنسي تیری یې ورباندې کړی دی."

د سيمې خلکو ويلي دي چې ياده سيمه د طالبانو تر والکې لاندې ده. طالبانو هم تېره شپه د غزني - کابل پر لويې لارې له موټرچلونکو د غلا پېښه تائيد کړې او ويلي دي چې سيمه کې د پوليسو دوه پوستې هم شتون لري. 
 
د غزني د والي وياند واحد الله  جمعه‌زاده په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "وسله‌والو غلو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا په سیمه کې محمدي پمپ ته څېرمه څو وسله‌والو غلو، څو ۳۰۳ موټرو کې له خلکو پیسې وړې، مالونه‌یې چور کړي دي او اوازې خپرې شوې دي چې ګواګې په دغه ځای کې پر ښځو جنسي تېری هم شوی دی، زموږ کشفي ارګانونه هڅې کوي ترڅو معلومه کړي څه پېښ شوي او څه روان دي، دغه ساحه د وسله‌والو طالبانو اړونده ده."

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ