دلته يې وژني؛ ټاکل شوې ده چې سبا يوه بله ۱۸۰ کسيزه ډله افغان سېکان او هندوان هم هېواد پرېږدي 

روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، د هندي رسنيو د مالوماتو اړوند ټاکل شوې ده چې سبا د افغان سېکانو او هندوانو دويمه ۱۸۰ کسيزه ډله هند ته ورسيږي او هلته به پنا واخلي. له دې وړاندې د افغان سېکانو او هندوانو لومړۍ ډله هند ته تللې او پناه به ورکړل شي. 

افغان او سېکانو وايي چې د خپل هېواد پرېښودل ورته سخت دي خو دلته يې ژوند په ګواښ کې دی او اړ دي چې افغانستان خوشی کړي او هندوستان کې پناه واخلي. 

ټايمز آف انډيا رسنۍ لېکلي دي چې په لومړي ځل يوه ۱۱ کسيزه ډله هند ته لاړه او سبا ۱۸۰ نور افغان سېکان او هندوان هندوستان ته الوتنه لري.