د هیواد په پرمختګ کې د ټکنالوژي اغیزه

انسانان د تاریخ په اوږدو کې کمال ته د رسیدو لپاره د علم په لټون کې دي. په علمي او څیړنیزه برخه کې معلوماتي ټکنالوژي خورا زیاتی آسانتیاوې او سهولتونه رامنځ ته کړی چې انسانانو سره یي د علمي ځواک په ګړندی کولو برخه کې ډیره مرسته کړی.
 
د شلمي پیړۍ له نیمایي را په دیخوا ټکنالوژي پیل او تر اوسه ګړندې پرمخ روانه ده. د لومړې ځل لپاره د کمپیوټر له جوړیدلو سره د انسانانو په ژوند کې یو ستر بدلون منځ ته راغی، وروسته بیا د معلوماتو شریکولو او اړیکو ټینګولو په برخه کې ټکنالوژي له بشریت سره ستره مرسته کړي او دا ترټولو لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.
 
په همدی لړې کې له لري لارې د معلوماتو شریکولو او لیږد رالیږد کې انټرنټ د انسانانو په ژوند کې د نښلولو په برخه کې د ارزښت او پام وړ پرمختګ په چټکۍ سره رامنځ ته کړ، په نړی کې د ډیجیتل ټکنالوژي د همدی تحول په اوږدو کې ځینې فرصتونه، نیمګړتیاوې، امیدونه او ډاروني هم شتون لری.
 
ډیجیتلی پرمختګ هغه څه دی چی انسان له خپل جوړ شوی مهارت څخه شاته پاتی کېږي د انسانانو په غوښتنه یا نه غوښتنه د ژوند یو نوې بشري پړاو ته ورننوځي او جوړیږي.
 
ټکنالوژي د صنعت او تجارت په پرمختګ او پراختیا برخه کې ځانګړی رول لری چي غوښتونکې یا رانیونکې په اساني سره کولای شي خپلو د اړتیا وړ توکې په اسانی او کېفیت سره ترلاسه کړي په همدی ډول د توکو پلورونکې هم په خورا اسانی سره په دی توانیږي ترڅو په کمه بیه خپل توکې غوښتونکو ته په وخت وښایي او ورسوي.
 
داسی انګیرل کېږي د ټکنالوژي په برخه کې به اقتصاد چی اصلي هدف او دنده یي د تولید او توضیح په برخه کې ده ځیني پراختیایي نظریې شتون ولری، خو داسی نه ده. د اقتصادي پوهانو له اړخه ټکنالوژي د دی پوهنځي لپاره – که وغواړو له فني اصطلاحاتو ګټه پورته کړو یوه بهرنې امریه ده په دی معني چی له اقتصادی نظریي بهر ځانته چوکاټ کې خپل ځاي لری.
 
نن ډیری ټکنالوژي د زیاتو څیړنو په ترڅ کې لاسته راځي چی د نړی په هره برخه کې اړوند څیړونکې پری بوخت دی. له لږو شته منابعو څخه ډیری ګټي اخیستنی ته ټکنالوژي ویل کېږی په همدي برخه کې ژوره اړتیا ده چی زمونږ په هیواد کې د علمي او څیړنیزو موسساتو په جوړونه او ساتنه کې حکومت خپلواکه بودیجه ځانګړی کړی.
 
د معلوماتی ټکنالوژي جامع تعریف داسی ده چی (د معلوماتو، توکو او تخنیکونو چی له علمي تجربو یی زیرمه اخیستی وي او د سیستمونو، خدماتو او محصولاتو په پراخوالې کې ورڅخه ګټه اخیستل کېږی وایي.
 
نن ورځ زموږ هیواد کولاي شي د صنعتی او تازه صنعتی هیوادونو بلخصوص د آسیا شرقی او لاتین امریکا هیوادونو د پرمختګ په مطالعی سره د هغوي د پرمختګ په رازونو پوه شي. د دغو هیوادونو د تجربو په مطالعي سره دی پایلې ته رسیدلی شو چی زموږ هیواد د نوی ټکنالوژی په پیل کولو او مدرنې ټکنالوژی په انتقال سره په اقتصادی برخه کې ډیر پرمختګ شونې دی او هم په سیاسي، اجتماعي او اقتصادی برخو کې خپلو مصارفو ته کموالی ورپه برخه کړی چی په پایله کې یی د هیواد پرمختګ لا د چټکوالی لور ته بیایي.
 
د بیلګې په ډول زمونږ هیواد کولاي شي د جنوبی کوریا، تایوان، مالیزیا، برازیل، او مکزیک هیوادونو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې د بهرنې ټکنالوژي په پیرولو او واردولو سره سالم مدیریت کولاي شي او د هیواد پرمختګ په برخه کې مثبت تاثیرات لري.
 
داخلي او بهرني عواملو برخی هغه دوه کلیدي او مهم ټکې دی چی اړینه ده له پام څخه لری پاتي نشي. داخلي عواملو څخه منظور له ملی ارادې او عزم څخه عبارت دی چی د هیواد په پرمختګ او بساینه کې ستر رول لري چې د تیر په پرتله اوسمهال زمونږ هیواد په دی برخه کې د تیرو کلونو په پرتله د ډیرو پرمختګونو شاهد دې. له دی سره سره بیلابیل عوامل شتون لري چی په دی برخه کې ملي عزم او ارادي ته زیان ورسوي چی ترټولو اړین فکتور یی امنیت او اړوند نور مسايل دي.
 
په کوم هیواد کې چی د اقتصادی پرمختګ ښه عزم او اراده شتون ولری او همدي اصل ته په پاملرنی سره پروګرام جوړونه او سرمایه ګذاري شتون ولري او حکومت د همدي اصل په پلي کولو سره د زیرمو په جوړولو مخ په وړاندی حرکت وکړی د معلوماتي ټکنالوژي په وجود کې دننه موثره عواملو څخه په ګټه اخیستنی د هیواد پرمختګ برخه کې ستر بدلونونه رامنځ ته شي. له بهرني عامل څخه مقصد، د بهرني پانګه اچونې مستقیم شتون او ډیروالي په هیواد کې دی چي دا عامل کولی شي د ټکنالوژي په واردولو برخه کې ستر رول ولوبوي.
 
د بهرني پانګه اچوني موثرو عواملو څخه کولاي شي د پانګه اچونی امنیت، د لیږد رالیږد مصارف، د بازار اندازه او مناسبه زیرمو ته په هیواد کې اشاره وکړو چی هر شخص په یو ډول کولاي شي په هیواد کې مستقیمه پانګه اچونه زیاته یا کمه کړي او په همدې ډول د ټکنالوژي په موثریت زیاتوالې یا کموالې کې خپله برخه ولري او په همدي ډول لومړی دولت بیا ټول خلک اړینه ده په هغه مسیر کې ځان عیار کړی او هغسي پروګرامونه طرحه کړی چی عوامل تقویت کړی تر څو د بهرنی پانګه اچوني واردیدل هیواد ته چی په تیرو څو کلونو کې یی منفي اغیزې هم لرلي په نظر کې ونیول شي، زیات شي ترڅو د هغو په واردیدلو سره په ټکنالوژي باندی مثبتو تاثیراتو سره د هیواد د پرمختګ مسیر لا ګړندې کړي.
 
نن ورځ هغه هیوادونه چی وکولای شي په خپلو داخلی تولیداتو کې له نوی ټکنالوژي ګټه پورته کړی په اسانې سره کولای شي د خپلو تولیداتو په برخه کې مصارف سپما وکړي چی  له همدی مزیت څخه په ګټه اخیستني خپل توکې بهرنیو بازارنو ته ولیږدوي زموږ هیواد هم کولای شي د همدي اصل په پام کې نیولو سره په خپلو مصارفو کې سپما رامنځ ته کړي او خپل سهم په بهرنیو بازارنو کې لوړ کړي. د بیلګې په ډول زمونږ هیواد کولاې شي د زراعت په برخه کې چی زموږ بهرنیو صادراتو کې ډیر سهم لري له نوې ټکنالوژي څخه په ګټه اخیستنی خپل تولیدات له لږو زیرمو څخه زیات تولید کړي او خپل تولیدي مصارف راکم کړي او له دې لاري، په بین المللی بازارنو کې خپل سهم پیدا کړي او په اقتصادي برخه کې د خپل پولی واحد ارزش لوړ کړی او په ټوله کې د هیواد په مثبت بدلون او پرمختګ کې لوړ ګامونه پورته کړل شي.
 
په ټوله کې دی پایلي ته رسیږو چی په ټولو برخو کې هم اقتصادی، سیاسي او ټولنیزو برخو کې کېداې شي په ترټولو لږو زیرمو او مصارفو لوړه ګټه ترلاسه شي او په دي برخه کې، اړینه ده چی د وارداتو په عواملو خپله جدی پاملرنه په پام کې ونیسو، ځکه چی ټکنالوژي د هیواد په پرمختګ او بساینه کې ستر رول لري.