سپينې ماڼۍ سره نېږدې ډزې شوې؛ ټرمپ خبري کنفرانس په نميايۍ کې پرېښود 

روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، واشنګټن ډي سي کې د سپينې ماڼۍ سره نېږدې ډزې شوې دي. ډزې هغه مهال شوې چې ولسمشر ټرمپ سپينې ماڼۍ کې خبري ناسته درلوده. 

د ټرمپ سپیینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال د پټ‌ خدمت یوه مامور د هغه په غوږ کې یو څه وویل چې سم لاسي د کنفرانس له خونې وایستل شو او یوې څېرمه خونې ته ننوت.

امنيتي کسانو شکمن کس په ډزو وېشتلی دی. ولسمشر ټرمپ د متحدو ايالتو د ولسمشر د ځانګړي ساتونکي  ځواک د چټک غبرګون مننه کړې ده. ټرمپ ويلي، "اوس وضعیت د پټ خدمت تر کنټرول لاندې دی".‌

ولسمشر ټرمپ د ډزو په اړه ويلي  دي، "ریښتینې ډزې وې او یو کس چې روغتیايي وضعیت یې راته مالوم نه دی روغتون ته لېږدول شوی". 

امنيتي کسان وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي او تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې، چې شکمن کس څوګ وو او موخه يې څه وه.