کابل کې د امريکا سفارت: د افغانستان له

روهي (دوه نۍ/۲۰ د زمري)، کابل کې د امريکا متحدو ايالتو شارژدافیر راس وېلسن پر ټوېټر يوه وېډيو خپره کړې ده او په کې ويلي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت نظام ملاتړ کوي. 

نوموړي ويلي،  "لومړی یو ژمن، با ثباته، خپلواک او ډیموکرات افغانستان چې له ګاونډیو سره په سوله کې واوسي او دوهم دا چې د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو د پرمختګونو او ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنو ساتندوی واوسي."

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني خبرو کې د افغانستان د نظام ډول او د جمهوريت مساله هم د افغان حکومت مهمه مساله شمېرل کيږي. حکومت د جمهوريت پر ساتلو ټېنګار کوي.