ايا لويه مشورتي جرګه مو سولې ته نږدې کولاى شي؟

سوله د کورنۍ له چاپيريال څخه نيولې د هېواد، ټولنې او د نړۍ په کچه د وکړو ترمنځ غوره کار، ښيګڼه، خير، د ژوند نيکمرغي او د پرمختګ په پاره غوره لار دى، چې د انسانانو ژوند ته، ورورګلوي، ښکلا، مينه، خوښي او هر اړخيز سمون وربښي.

له سولې پرته ژوند له اختلافاتو، کرکو، بدګمانيو او تورتم څخه ډک وي.
همدا راز د سولې پرته، د ټولنې وګړي د ډول ډول بدبختيو او اختلافاتو سره مخامخ او د همدې بدبختيو او اختلافاتو له وجې خپل ژوند او کورنۍ له لاسه ور کوي.

همدارنګه له سولې پرته ښه ژوند کول او له ژوند نه ښه ګټه اخيستل ستونزمن / حتا په ارامه ژوند کول هم ستونزمن ښکاري/دى.

 سوله ژوند ده. سوله انسانيت ده. سوله مينه او دوستي ده. خو جنګ بدبختي ده. ناپوهي ده. جهالت ده. 

افغان دولت د سولې د راتګ په پاره له ډېرو لارو کار واخيست او اخلي يې. خو دا ځل محمد اشرف غني د (( لويه مشورتي جرګې )) د جوړولو او د سولې راتګ ته د بين الاافغاني خبرو پيل کېدو په پاره داسې قدم پورته کړ، چې مستقيم يې د سولې راتګ ته لار پرانسته او لا به يې پرانيزي.

 دا خو د وياړ ځاى دى، چې د افغانانو ټاټوبى د جرګو او مرکو کور دى او لويه جرګه د افغانانو د پرېکړو خورا ستره عنعنوي مرجع ګڼل کيږي.

مونږ هغه ملت يو چې د جرګو او مرکو ښه فرهنګ لرو او د همدې تاريخي فرهنګ له لارې محمد اشرف غني دا وښودله چې (( لويه مشورتي جرګه )) مو له سولې لرې کوي نه، بلکې نږدې کوي مو.

البته د ولس غټه هيله هم تل پاتې سوله ده، نه جنګ کول.
همدا راز غني د بين الافغاني خبرو پيل کولو او په پاى کې د تل پاتې سولې راوستلو په پاره له مختلفو سيمو او ولسواليو قومي مشران را وغوښتل او را بلل شوو مشرانو ته يې د ۴۰۰ بنديانو د ازادېدو اړوند د مشورې واک ورکړ.

په اصل کې د ولس پر خولې له پخوا همدا وينا ٶ او  تل به يې همدا(( په هر قيمت چې وي مونږ سوله غواړو. )) 

راغلو قومي مشرانو هم د لوې جرګې په  تالار کې په ډاډ سره مشوره ور کړه چې ۴۰۰ بنديان دې ازاد شي، خو په بدل کې يې اوږد مهاله اور بند، بين الافغاني خبرو پيل او په پاى کې دې تل پاتې سوله راشي ...
يادونه: 
ايا پوهېږئ چې په هر ورځني جنګ څومره ډالر لګښت راځي؟
له څو لسيزو را په دېخوا وښودل شوه، چې پر جنګ کولو سوله نه راځي او که د ګران هېواد هر وګړى دې ته پام وکړي چې هره ورځ، هره مياشت او هر کال پر جنګونو څومره لګښتونه راځي، که دا لګښتونه د ګران هېواد د اوبو د مهارولو او د بندونو په جوړولو لږيدلي واى، هېواد به مو ډېر ژر پرمختګ کړئ واى او که په ځانګړي توګه د ښوونځيو په  کيفيت مصرف شوې واى اوس به له شته بدبختيو په امان کې وو.
رب تعالى دې په ګران هېواد کې
 تل پاتې سوله راولي!
 د تل پاتې سولې په هيله!