که چېرته خو ندونه نه وای

هوا ګرمه ده، د سیند دواړه غاړې لکه لپه چې  د دعا له برکته ډکه شوې ښکاري،منځ یې په رڼو اوبو چې کرګر یې په ویاله کې، ګودروال یې په منګي کې ،لاروي یې په خوله کې، څاروي یې په تن باندې،واړه ژوي یې په شیدوکې ، بوټي یې په تنه کې او بادنو یې د پاڼو په شورکې د ژوند نوم اخیست ، له خوړ لږپاس یې دواړه اړخه په بوټو شنه ښکاریږي ،ونې هم په کې راهسکې شوې دي ،نوموړې په مېوو پټې دي، لمن یې هم د رنګینوګیاوو په ښکلاوو سمسوره ده، بڼوال همدا غنمیت بللی دی چې په یخ سیوري او شنه چاپېریال کې هوسا ژوند وکړي ، د ورتګ دروازه یې د کوربنو او مېلمنو پر وړاندې پرانېستې ده ،خپله غېږه یې د روغبړ لپاره دایم خلاصه ده ، د دود دستور له مخې لومړی درباندې له خپله بڼه څکه کوي او خپلو تولید شویو توکو ته باذارموندنه کوي.

نوموړی د ځان سره هرڅه لري؛ هېڅ اړتیا نشته چې د خوړو لپاره له باغ څخه د باندې وځي، هرډول خواړه دلته تیارولی شي ، دا نو ستا پورې اړوندیږي چې د  څه ډول خوړو غوښتنه کوې ،خو د وخت څخه راته مخکې ښکاره شوه ، ترسترګو مو ډول ډول نباتات راغلل، د  دوی هندسي جوړښت ته  په ځانګړي ډول پاڼو ته چې ډېرې سره بېلې ،ښکلې او پاکې وې پام شو، د ځمکې مخ یې  په رنګینو ټوټو باندې پوښلی وو،ملګري مې راته د هرې پلرګنۍ ځانګړنې ، پېژندنښې  او پاڼې را وښودې او تر ټولو په کې زړه وړنکی څه د دوی خوندونه وو. 

خبره مې په خوند راټوله ده، کوم څه چې زموږ د ورځنی ژوند یوه برخه ده ؛ د خپل ژوند د پایښت په موخه خوړو ته اړتیا لرو ، خوړو د څرنګوالي په اړه د خوند پېژندنه اړین او مخکني کار دی؛ چې خواړه تیارونکي،خواړه پېرودنکي او لګښت کوونکې پرې د ځان پوهول غواړي، خوند د غذاپوهنې  لپاره یو معیاربولي، نه تنها دا بلکې په ټولنیز ژوند کې هم دغوره  دوستی لپاره د خواږه خوند لرونکو او  کورنیو ته د متقابل  درناوي په پاره مالګینو  خوړو او څښاکونو څخه ګټه اخستل کیږي، پردې اړوند ژبه تنها  د خوند څکلو وړتیا نه لري؛برسېره پر دې خبرې هم تنظمیوي ،نو د ځینو ګړدودو له مخې دا جمله په ځای ده چې د ناوړه خبرې په اورېدو وایي ((چې د خولې خوند مې ښه نه دی)) او یا هم د ښه خبر په رسېدلو سره دا کلیمې سره یوځای کوي: ((د خولې خوند مې ښه دی ))، د تر څنګ په اولس کې بل څه هم شته او وایي چې ((خواړه د لوښي له مخې خوندورکیږي)) اویاهم دا وایي ((د تورې ځای به جوړشي خو د بدې خبرې ځای نه جوړیږي.))

هرڅوک د خپلې د خوښې وړ یو طعم لري ، د خوړو او څښاکونو د اخستو پر وخت به هټیوال د هټۍ له منځه زموږ د ښکلي هېواد د مېوو په کچه ذایقې درته مخکې کړي او د غورواي واک به تاته درکړي،حیران به د کړي چې د کوم یو وټاکی خو خبره دا ده چې هر خوند په خپل ځای کې ښه خوند دی ،ولس هم سپارښتنه کړې ده ؛(( ترخه خوره خو ترخه مه وایه )) ، داهم کېدای شي چې ځینې وختونه درباندې د خوښې خلاف خوندونه تحمل شي لکه درمل چې تریخ خوند لري اوسره له د ټولو  موږ یې په په څلورو لویو برخو ویشلی شو ، خواږه ،ترخه ، ترش او تریو په نومونویې یادولی شو.

پاتې د نه وي کله کله د انسان لاس هم د خوند په ټاکلو کې په ځانګړي ډول د  هغو خوړو په تیارولو کې چې د اور په لمبو پخیږي یا د هغو خوړو چې دوه ،دری او نورو په  یوځای کولو کې رنګ راوړي ؛ ګل کیږي، زحمت یې په  ارامۍ او خوښۍ بدلیږي او د مهارت د ودې ترڅنګ یې پرځان د باورتیا کچه لا لوړیږي.

اوس نو: 
که چېرته خوندونه نه وای؟

-خوندونه دي چې ښه خوند پېژنو.

-خوند په هرډول غذا کې یو عنوان دی.

-خوندونه دي چې کله ماړه او کله وږي یو.

- خوندونه دي چې ځینې خواړه پرېږدو او ځینې نور خورو.

- اوبه بې خونده دي خو ژوند او طبیعت پرې خوندور دي.

- ژبه په خوړو کې ټولو ته خو په خبرو کې خوږو ته ځانګړې کړه.

- خوندونه دي چې دسترخوان مو رنګین دی.

- خوندونه دي چې د هرچا د خوښې وړ خواړه موندل کیږي.

- خوندونه دي چې هر راز خواړه ارزښت لري.

- خوندونه دي چې ډنګر او چاغ یاستئ.

- خواړه له مرکباتو جوړدي  او له خوړو خوند جوړ دی.

- د ترخې پوښتنې لپاره چوپتیا او خواږه ځواب لپاره وینا غوره کړئ.

- ناوړه خوند لرونکي  خواړه خوله او خواړه او ترخې خبرې زړونه سره بېلوي.

- خوندونه دي چې ټول انسانان یو ډول خواړه نه خوښوي.

- هغه لاس هم ګل دی چې د خلکو د خوښې وړ خوندوره خواړه پخوي.

- خوندونه دي چې حافظه مو غښتلې ده.
.........
په هرحال خوند یو الهي نعمت دی؛ چې موږ ته د کایناتو پيدا کونکی دا ځواک رابښي چې د ژبې په مرسته په طبیعت کې د پرېمانه خوړو بڼه وګورو،رنګ یې و وینو، خوند يې وڅکو، ویې خورو او د خپل ژوند د پایښت لپاره بېلابېل پرېمانه خواړه چې هم خوندور،هم مو بدن ته ګټمن وي ولرو نو لازمه ده چې پرې شکر وباسو.