د سولې مشورتي لويې جرګې پرېکړه کړې چې ۴۰۰ جنجالي طالب بنديان دې خوشي شي 

روهي (يوه نۍ/۱۹ د زمري)، د سولې مشورتي درې ورځنۍ لويې جرګې ناستې نن ورځ پای ته ورسېد او يو ۲۵ ماده لرونکی پرېکړه ليک يې خپور کړ. دغه پرېکړه ليک کې د نورو مادو ترڅنګ حکومت ته مشوره ورکړل شوې، چې ۴۰۰ طالب بنديان دې خوشي شي. 

د سولې مشورتي لويې جرګې په نننۍ ناسته کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامدکرزي، د جرګې او مصالحې عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسمشر مرستيالانو، د ولسي او مشرانو جرګو مشرانو او نورو څېرو برخه اخېستې وه. 

ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې هغه حکم به لاسليک کړي، چې له لارې به يې ۴۰۰ طالب بنديان خوشي کړي. غني دا هم وويل چې د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کليزې په وياړ به يو شمېر هغه افغان امنيتي ځواکونه هم خوشي کړي، چې د وظيفوي غفلت پر اساس زنداني شوي دي. 

ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وينا وکړه او ويې ويل، چې که هېواد کې سوله راشي، نو د هېواد ګوټ - ګوت ته به سفرونه وکړي.