يو شمېر افغان ميرمنو د نړۍ ميرمنو ته ليک لېکلی: له مونږ ملاتړ وکړئ 

روهي (نۍ/۱۸ د زمري)، د افغانانو ميرمنو شبکې په نوم يوې ښځينه بنسټ د نړۍ ميرمنو ته ليکل لېکلی دی او په افغانستان کې يې د خپلو حقونو ويلي دي. دغه افغان ميرمنو د نړۍ له ميرمنو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. 

د ليک په يوې برخې کې ليکلي شوي دي، "مونږ ويره لرو چې د ښځو د پرمختګ په برخه کې لاس ته راوړنې به له منځه لاړې شي. د سولې بهير کې ځيني هغه کسان شامل دي چې زمونږ هېوداوال يې وژلي دي."

افغان ميرمنو ليکلي دي چې دوی تيارې نه دي چې پر شا لاړې شي او خپل حقوق خوشي کړي. دوی خبرداری ورکړی دی چې د خپلو حقونو لپاره به مبارزه کوي. 

دغه ليک کې د نړۍ د هېوادونو له هغه ميرمنو څخه چې د ښځو د حقونو برخه کې فعالې او مشرانې دي د ملاتړ او لاس نېوي غوښتنه شوې ده.