د د ويرات کوهلي ميرمنې او فلمي ستورې (انوشکا شرما) په اړه لس نه ويل شوې خبرې 

۱- انوشکا شرما په ۱۹۸۸ز کال کې د هندوستان په اتراپردېش ايالت کې زږېدلې ده. نوموړې اوس مهال ۳۲ کلنه ده او واده يې کړې دی. دي خور نه خو يو ورور لري. 

۲- انوشکا شرما وايي چې په نارينه فلمي لوبغاړو کې يې شاه رخ خان د خوښې لوبغاړی دی او همدا ډول په ښځينه لوبغاړو کې د راني مرکجي له شخصيت اغېزمنه ده. 

۳- دغه هندۍ اداکاره وايي چې پر ځان  يېباور يې کم دی او همدا ډول شرمناک خوی لري. د انوشکا شرما په وينا چې دا ورته سخته وي چې څه ډول له يو چا سره خبرې پيل کړي. 

۴- انوشکا شرما دوه هلکان ملګري يا boyfriends درلودل، چې وروسته سره جدا شول. انوشکا شرما هغه وخت له ويرات کوهلي سره معرفي شوه، چې نوموړي د شامپو يو سوداګريز اعلان جوړولو او په دې سره د دوی د مينې تار سره وغځېد. 

۴- انوشکا شرما هندو مذهبه ده خو د غوا غوښه خوري. په ۲۰۱۵ کال کې يې در وغتيايي لاملونو پر اساس د غوا غوښې خوړل پرېښودل. 

۵- شرما وايي چې سېګرېټ نه څکوي  خو شراب څښي. 

۶- انوشکا شرما په سياسي ډول د هندوستان د واکمن ګوند چې مودي يې مشري کوي لېواله ده. نوموړې په رسمي ډول د بي پۍ جي غړېتوب لري. 

۷- د انوشکا شرما پلار د هندوستان په پوځ کې افسر دی. د نوموړي شخصي شتمني نهه مېلېونه امريکاي ډارو ته رسیږي. 

۸- انوشکا شرما چې کوم ډول په فلمونو کې ښکاري په هغې ډول نه ده. نوموړې په ۲۰۱۴ز کال کې پلاستيک جراحي يا عمليات کړي دي او خپله څېره يې په کې تغير کړې ده. انوشکا شرما د لومړي ځل لپاره ممبۍ ته په دې پار ورغلې وه، چې په فېشن يا موډل برخه کې کار وکړي، خو وروسته يې فلمۍ نړۍ ته لار پيدا او اوس مهال د هندوستان د بالېوډ سېنما د مشهور لوبغاړو څخه ده. 

۹- انوشکا شرما دوه کاله وړاندې د هندوستان د کرکېټ ملي لوبډلې له مشر ويرات کوهلي سره په اېټاليا کې واده وکړ. اوس دوی د هندوستان په ممبۍ ښار کې په خپل کور کې اوسيږي. انوشکا شرما په خپلې وروستۍ مرکې کې ويلي دي چې له ويرات کوهلي سره په ګډ ژوند کې ډېره خوښه ده. 

۱۰- انوشکا شرما په څو فلمونو کې کار کړی، خو له عامر  خان سره د هغې PK فلم ډېر زيات وکتل شو. ياد فلم د پاکستان او هندوستان ترمنځ په سياسي کړکېچ او د مذهبونو څخه په ناوړه استفادي د ديني کسانو په کړوړو ډک شوی دی.