حکومت د سولې مشورتي لويې جرګې غړو دغه دوه پوښتنې کړې دي 

روهي (نۍ/۱۸ د زمري)، تېره ورځ کابل کې د هېواد د ۳۴ ولايتونو څخه له درېيو زرو ډېر د ولس استازي د لويې جرګې په خيمه کې راټول شول ترڅو حکومت ته د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه مشوره ورکړي. 

حکومت د سولأې مشورتي لويې جرګې لاندې دوه پوښتنې کړې يا يې دغه مسالې ور سره شريکې کړې دي، چې مشوره پرې ورکړي: 

۱- د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د زمري په شلمه (راتلونکې دوشنبه) پیلېږي، خو په دې شرط چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان خوشي شي.

۲- که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلېږي، نو د جرګې ګډونوال د حکومت مرکچي ډلې ته څه مشوره ورکوي او له دې مذاکراتو څه تمه لري.

دغه جرګه کې ۵۰ کمېټې جوړې شوې دي، ترڅو افغان حکومت ته په دې اړه سلا - مشوره ورکړي. ډېرۍ کمېټو د جرګې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته خپلې مشورې سپارلې دي.