ټوټې شوی جمعيت ګوند: صلاح الدين رباني: لويه جرګه جعلي او نمايشي ده؛ عطا محمد نور: د لويې جرګې ننګه او ملاتړ کوو 

روهي (جمعه/۱۷ د زمري)، د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند له ادرسه د سولې مشورتي لويې جرګې په اړه دوه بيلا بيلې اعلاميې خپرې شوې دي. 

د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت ګوند په اعلاميه کې د طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه د سولې مشورتي لويې جرګې سره مخالفت ښوودل شوی؛ جعلي او نمايشي بلل شوې ده. 

په داسې حال کې چې د ياد ګوند مخکښ غړی او تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته د همدې ګوند څخه نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د لويې جرګې مشري کوي. 

بيا له بلې خوا د عنايت الله شاداب په مشرۍ جمعیت ګوند، چې د عطا محمد نور او يونس قانوني په شمول يو شمېر نورې څېرې په کې راټولې شوې دي، د سولې مشورتي لويې جرګې ملاتړ کړی او هيله يې ښوودلې ده چې دغه جرګه د حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرو ته لار پرانېزي. 

جمعيت ګوند هغه مهال دوه ټوټې شو، چې  د عطا محمد نور په مشرۍ يو شمېر مخکښو غړو د صلاح الدين رباني له مشرۍ سره مخالفت وښوود او عنايت الله شاداب يې ځای ناستی وټاکلو.