استاد سياف ولسمشر غني ته: رئيس صيب! ډېر بنسټيز کارونه دې وکړل؛ اوبه دې مهار کړې خو که د وينې سيلابونه مهار کړې تاريخ به دې نوم ولېکي 

روهي (جمعه/۱۷ د زمري)، جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف نن وررځ د سولې مشورتي لويې جرګې کې ګدونوالو ته وينا وکړه او د جګړې د پای هيله يې وښوودله. 

نوموړي ولسمشر محمد اشرف غني ته وويل، چې ډېر بنسټيز کارونه دې کړي، بندونه او فابريکې دې جوړې کړې، د افغانستان اوبه دې مهار کړې، خو که چېرې افغانستان کې د وينې سيلاوبونه بند او مهار کړې نو تاريخ به دې نوم ولېکي. 

عبدالرب رسول سياف له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې سولې ته کار وکړي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي هيله وښوودله چې افغانان نېږدې وخت کې سره سولې ته ورسيږي. 

جهادي رهبر رسول سياف حکومت او د مصالحې عالي شورا ته ډاډ ورکړ چې دوی د سولې په بهير کې ور سره همکار او ملاتړي دي. 

استاد سياف چې تېره د سولې لويه جرګه کې د جرګې مشر وو، دا ځل يې مشري ډاکټر عبدالله عبدالله ته وسپارله او د خپل روغتيايي وضعيت په اړه يې وويل چې نه شي کولی د جرګې مشري وړاندې يوسي.