رباني: مشورتي لويه جرګه يو نمايشي او جعلي عمل دی 

روهي (جمعه/۱۷ د زمري)، د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني د افغان حکومت له خوا د سولې مشورتي لويې جرګې جوړېدو سره مخالفت ښوودلی دی او هغه يې يو نمايشي او جعلي عمل بللی دی. 

رباني زياته کړې، "د مشورتي جرګې په نامه د یو نمایش د ناڅاپي غوښتنه، چې په هیواد کې د نافذو قوانینو له مخې هیڅ قانوني اعتبار نلري او د مشروعو بنسټونو لکه ملي شورا، سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو په شتون کې د خلکو نمایندګي نشی کولای، د وخت د ضایع کیدو پرته بل څه ندي. د افغانستان خلک په تیرو وختونو کې د دا ډول جرګو تجربه لری، په کومو کې چې ګدونوالو د شخصي اړیکو او ګټو پراساس ټاکل کیږي، او آجندا او پایله یې مخکې نه ټاکل شوې وی او پکښی د خلکو اساسي لید، د تنظیم کونکو لخوا نه اوریدل کیږي."

د جمعيت ګوند په دې خبرپاڼې کې دا هم ويل شوي دي، چې د افغانستان اسلامي جمعیت په دې باور دی چې د غیر واقعي کارونو لپاره د ملي بودیجې څخه د زیاتو پیسو مصرف، د ملي بودیجې غلط استعمال او د وسیلې په توګه د خلکو د نوم د کارول څخه پرته بله ګټه نلري.

صلاح الدين رباني له دې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې او ګډ حکومت جوړېدو سره هم مخالفت ښوودلی وو.