د راتلونکې (نۍ) ورځ کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوه

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د زمري)، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې راتلونکې نۍ يا شنبې ورځ کابل کې عمومي رخصتي ده. دغه رخصتي د لويې جرګې د جوړېدو په پار اعلان شوې ده. 

لويه جرګه سبا کابل کې جوړيږي، چې د زمري مياشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه نېټه کيږي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ويلي دي چې که چېرې د جرګې ناستې نورو ورځو ته وغځيږي، نو رخصتي هم زياتيږي. 

دغه د سولې مشورتي لويه جرګه د ۴۰۰ طالب بنديانو په اړه را بلل شوې ده چې د هېواد له ۳۴ ولايتونو ۲۴۰۰ کسان چې په تېرې لويې جرګې کې يې غړيتوب درلود، برخه اخلي. 

د لويې جرګې د جوړېدو کمېسيون وايي چې د دوی تياري بشپړ شوي دی او سبا به دغه جرګه د ولسمشر غني په وينا پرانېستل شي. ۳۳۰ مېلېونه افغانۍ د سولې مشورتي لويې جرګې ته ځانګړې شوې دي.