د وخت کورنيو چارو وزير يې دوه ځلې پرې جنسي تيری کړی؛ پاکستان د امريکايۍ خبريالې (سینتیا ریچي) د شړلو پرېکړه کوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د زمري)، سینتیا ریچي پاکستان کې امريکايۍ خبرياله ده. دي د پاکستان د وخت د کورنيو چارو وزير رحمان مالک تورن کړی چې په ۲۰۱۱ز کال کې يې دوه ځلې پرې جنسي تيری کړی دی. 

د رحمان مالک او سینتیا ریچي قضيې رسمي بڼه پيدا او محکمې ته ورسېد. سینتیا ریچي له رحمان مالک وراېخوا د هغه وخت يو شمېر نور حکومتي چارواکي هم په حنسي ځورونو تورن کړي دي. 

تازه د اسلام اباد عالي محکمې د پاکستان کورنيو چارو وزارت ته ويلي دي چې له پاکستانه د سینتیا ریچي د شړلو او يا نه شړلو  په اړه د درېيو اوونيو دننه مالوماتو او خپله پرېکړه ورکړي. 

رحمان مالک د اصف علي زرداري د ولسمشرۍ پر مهال د حکومت د کورنيو چارو وزير وو. دی او ورسره څو نور تورن د پاکستان د خلکو ګوند يا PPP مهم غړي هم دي. 

امريکايۍ وګړې سینتیا ریچي څه وخت وړاندې  په يوې فېسبوکي وېډيو کې ويلي وو، چې د پاکستان د خلکو ګوند د ځينو مشرانو له خوا، هغه وخت چې ياد ګوند واکمن وو، په ۲۰۱۱ کال کې پرې جنسي تيری شوی.