د هندۍ فلمي اداکارې (شروټي هاسان) په اړه لس نه ويل شوې خبرې 

شروټي هاسان د هندوستان د بالېوډ فلمي نړۍ مشهوره اداکاره او هم دا ډول سندرغاړې ده. دي په ۱۹۸۶ز کال کې د هندوستان  په مداراس  کې زېږدلې وه. د نوموړې کورنۍ له وړاندې په فلمي نړۍ کې بوخته وه. شروټي هاسان د کمال هاسان لور ده. 

۱- نوموړې ۱۴ کلنه وه چې په فلم کې يې د ماشومې په رول کې کار پيل کړ. شروټي هاسان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۰ کال کې د (های رام) په نوم فلم کې ولوبېده. 

۲- نوموړې پوهنتون لوستی او د اروا پوهنې برخه کې د ليسناس سند لري. شروټي هاسان د فلم او هنر په برخه کې ځانګړې زده کړې هم کړې دي. 

۳- شروټي هاسان هندو مذهبه ده. هڅه هم د نوموړې دين هندو دی خو بيا هم د خوراک پر اساس غوښه خوړونکې يا non-veg ده. 

۴- شروټي هاسان تر اوسه واده نه دی کړی او په دې ۲۰۲۰ کال کې عمر ۳۴ کاله دی. نوموړې له يو شمېر فلمي او سپورټي څېرو سره مينه کړې ده. شروټي هاسان له ۲۰۱۰ بيا تر نن پنځه هلکان ملګري يا boyfriends درلودل. 

۵- شروټي هاسان يوه خور لري او هغه هم فلمي اداکاره ده. د شروټي هاسان پلار سياسي فعال او فلمي لوبغاړی او مور يې هم د سېنما په برخه کې کار کوي. 

۶- welcome چې د شروټي هاسان او جاهن ابراهام ګډ کميډي فلم دی، د شروټي هاسان د شهرت زيات سبب شوی. 

۷- شروټي هاسان دا مني چې جراحي عمليات يې کړي دي، چې د شونډو په شمول د مخ ځيني برخې يې په کې تغيرې کړې دي. نوموړې له يوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ويلي وو، چې د جراحي عملياتو بدلون يې دومره نه وو، چې د دي لومړۍ او اوسنۍ څېره سره ونه پېژندل شي. 

۸- د هندي سېنما د لسګونه لوبغاړو له منځه، شاه رخ خان د شروټي هاسان د خوښې لوبغاړه دی او ترې اغېزمنه ده. 

۹- شروټي هاسان د کورنۍ ژويو لکه سپيانو او پيشوګانو له ساتلو او همدا ډول د بيلا بيل ډوله بوټانو اخېستلو سره مينه لري. نوموړې په سلګونه جوړې بوټان لري. 

۱۰- شروټي هاسان له خپلې مور سره يو ځل کالونه کالونه خبرې نه کولې. نوموړې له خپلې مور سره په دې ورانه وه چې د پلار لپاره يې د بل واده هڅه کوله.