هرات کې خاوند خپله ۱۸ کلنه ميرمن په ډزو ټپي او خواښي يې ووژله 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د زمري)، هزات ولايت کې د کورني تاوتريخوالي په پایله کې يو خاوند خپله ميرمن په ډزو ټپي کړې ده او خواښې (د ميرمنې مور) يې وژلې ده. 

تپي شوې ميرمن صالحه نوميږي، ۱۸ کلنه ده او يو نيم کال وړاندې يې واده کړی وو. نوموړې د طب پوهنځي محصله ده او خاوند يې له زده کړو سره مخالفت درلود. 

صالحې وړاندې هم يو ځل د خپل خاوند په اړه شکايت کړی وو. د هرات پوليس وايې چې د تورن کس د نېونې هڅې يې پيل کړې دي.