له جومات بُت خانه جوړه شوه؛ مودي بابري جومات کې بُتان کېښودل 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د زمري)، د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي تېره ورځ د مسلمانانو تاريخي بابري په نوم جومات پر ځمکه د هندوانو د عبادت ځای د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده. 

لومړی وزير مودي سيمې ته تللی وو او په رسمي ډول يې بابري جومات د هندوانو لپاره د رام په نوم مندر يا هندو عبادت ځای بدل کړ. د نوموړي ګوند له ډېر تېر څخه دا هڅه کوله چې د بابري جومات په رام مندر بدل کړي. 

د بابري جومات پر ځمکه له تېرو څو لسيزو د مسلمانانو او هندوان ترمنځ شخړې شوې. څه وخت وړاندې د هندوستان سترې محکمې  د بابري جومات ځمکه هندوان ته ورکړه چې پرې مندر جوړ کړي. 

د هندوستان دننه مسلمانان د مودي دغه کار غوسه کړې دي او له تعصب ډک عمل يې بللی دی. له هندوستان وراېخوا د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو هم د بابري جومات پر ځای د مندر جوړول هندوستان کې د مذهبي ازاديو پر وړاندې عمل بللی دی.