لغمان کې د درې سوه ام  ونو يې ښه پايله ورکړي؛  اوبه او هوا یې وړ دي خو  که پانګونه او کار پرې وشي

روهي (څلورنۍ/۱۵ د زمري)، د لغمان ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت خاوره، اوبه او هوا د ام ميوې لپاړه وړ او مناسبې دي. د لغمان کرنې رياست وايي چې دغه ولايت کې د ام ميوې ښه پايله ورکړې ده. 

د لغمان د کرنې او مالدارۍ رئيس محمدجمیل خوشحال رسنيو ته ويلي دي چې دغه ولايت کې د ام ميوې تجربوي چارې تر سره شوې چې پايله يې مثبته ورکړې ده. 

د مرکز مهترلام سربيره، د لغمان په علیشینګ، علینګار او قرغه‌ اې ولسوالۍ کې د ام بوټې ښه حاصل کړی. يادو سيمو کې په لس جریبه ځمکه د امو درې سوه ونې کېنول شوې وې او حاصل ته نېږدې شوې دي.