ملي امنيت شورا د ولسمشر غني په مشرۍ د مشورتي لويې جرګې د امنيت په اړه ناسته وکړه 

روهي (څلورنۍ/۱۵ د زمري)،   د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په دې غونډه کې، لومړی د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت  او په ځانګړې ډول د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت د تامین په اړه خپل راپورونه جمهوررئیس ته وړاندې کړل.

دجمهوررئیس غني د هغوی د راپورونو تر اورېدو وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې او د دې جرګې د ګډونوالو د امنیت د تامین په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې په خوندي او امن فضا کې د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسره کېدو لپاره به لازم امنیتي تدابیر ونیسي.