نبېل: د لويې جرګې راغوښتل يو چل او د وخت ضايع ده 

روهي (درې نۍ/۱۴ د زمري)، تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل د يو شمېر طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه د حکومت له خوا د لويې جرګې راغوښتل د وخت ضايع بللې ده. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "اوس چې حکومت د ۴۰۰ زنداني ترهګرو د خوشي کولو مسئله لویې جرګې ته وړاندې کړې، دا به د افغانستان په څیر په بې وزله هیواد کې یوازې بې ځایه لګښت او د امنیتي ځواکونو له وینو سره تر چل او نیرنګ پرته بله مانا ونه لري.

همداراز ددې چلونو پایله به د امنیتي ځواکونو مورال د دښمن پر وړاندې ټيټ کړي؛ ځکه هغوی نه پوهیږي، چې د هیواد سیاستوال به یې ددوی په مرګ او ژوند نورې کومې معاملې وکړي."

نبيل وړاندې لېکلي، "له دې ټولو سره سره د افغانستان خلک پوهیږي، چې حکومت به تر دغې مشورتي لویې جرګې وروسته دا ۴۰۰ زندانیان هم خوشي کړي او مسوولیت به یې د جرګې په نوم د افغانستان پر خلکو اچوي او ګټه به ترې په ارګ کې ناست څو سیاستوال د واک او څوکۍ د بقا لپاره واخلي."

رحمت الله نبيل ويلي چې دا باید هیره نه کړو، چې افغانستان ته د ریښتنې سولې راوستل په نیک نیت، شفاف او ټول شموله مدیریت او د باور فضا جوړولو پورې تړلې؛ نه په ساختګي او حکومتي جرګو پورې، چې لویه برخه غړي یې هم د حکومت معاش خواره وي.

که حکومت د سولې او د خلکو د برخلیک په اړه ریښتنی نیت لرلای، نو د مشورتي (حکومتي) جرګې، پر ځای به یې داسې ټولپوښتنه کړې وه، چې د هیواد هیڅ برخه ترې محرومه نه وای او که په دې ټولپوښتنه کې خلکو د ولسمشر ګوښه کیدل غوښتي وای نو په ورین تندي منل شوي وای.

ټاکل شوې ده چې  د غه  مشورتي لويه جرګه به د همدې روانې زمري مياشتې په ۱۷ او ۱۸ مو نېټو کابل کې جوړه شي چې غړي به يې د وروستۍ لويې جرګې کسان وي.