د موږک (Mouse) مخترع (ویلیم انګلېش) د ۹۱ کالونو په عمر ومړ 

روهي (درې نۍ/۱۴ د زمري)، د کمپيوټر د هارډ وير د يوې مهمې برخې مخترع ویلیم انګلېش د ۹۱ کالونو په عمر ومړ. ویلیم انګلېش کالونه وړاندې د کمپيوټر موس جوړ کړی وو. 

د نوموړي له خوا جوړې شوې آلې ته په دې اساس انګلېسي mouse او پښتو کې د موږک کلمه ويل کيږي، چې د شا تار يې د موږ لکۍ ته ورته وو. همدا ډول د موس کوچنۍ بڼه د موږک په ډول وه. 

انګلېش په ۱۹۶۳ کال موس (موږک) اختراع کړ خو ترې وړاندې یې ملګري دوګ انګلپارټ دا طرح وړاندې کړې وه او دوواړوه په پیل کې د کمپیوټر پرزو جوړولو کې کار کاوه. له دې اختراع دوه لسیزې وروسته د موس کارول دود شول.