تخار کې ولسي  وګړو د طالبانو پر زندان بريد کړی 

روهي (درې نۍ/۱۴ د زمري)، د هېواد شمالي تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې ولسي وګړو د طالبانو پر يو زندان بريد کړی دی چې تلفات په کې پېښ شوي دي. 

له سيمې راپورونه وايي چې طالبانو دوه کسان په دې تور نېولي چې پر يوې جينۍ پر جنسي تېري تورن وو. ويل کيږي چې تورن کسان د کندزو ولايت اوسېدونکي وو. 

د نننۍ پېښې په اړه ويل شوي دي چې د طالبانو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور په کې ټپيان شوي دي. 

د  خواجه غار ولسوال محمد عمر  بي بي سي ته ويلي دي، خلکو له طالبانو د هغو طالب اړوندو کسانو سپارلو غوښتنه کوله، چې په دې ولایت کې پر یوه نجلۍ په جنسي تېري تورن شوي وو.

د تخار سیمه ییزو چارواکو او په شمال ختیځ کې د بشري حقونو کمېسیون څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې "وسله والو" په خواجه غار ولسوالۍ کې دوه پېغلوټې له خپل کوره ایستلې او پر یې یوې "ډله ییز تېری" کړی دی.