د افغانستان د ناکامولو او د سولې د سبوتاژ جرګه! 

د طالبانو له لوری په یوه کال دننه کې دوه ځلی اوربند کول، یوه اونۍ د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ په نوم ته غاړه ښوول او تر ټولو مهمه افغان حکومت داسي مهال د یوه طرف په توګه پیژندل چې اسلامي ګوند، جمعیت ګوند او د هېواد په کچه لسګونه مطرح سیاستوال او ولسي شخصیتونه د حکومت مشروعیت ننګوی او د ۱۳۹۸ کال بدنامۍ او له درغلیو ډکي ولسمشریزی ټاکني، تر ټاکنو وروسته غوبل، په یوه ښار کې دیوال په دیوال د دوو حکومتونو اعلان او تر ټولو مهمه داچې نړۍ او حتا د ډاکتر غنی ستراتیژیک ملګرې امریکا نوموړی ته د بریا مبارکې ورنه کړله، ایران، چین او روسیې خو بیخې د ډاکتر عبدالله د تالیف په مراسیمو کې برخه واخیسته.

ولي بل لور ته د غني او عبدالله له لوری د سولې هوکړې او بیا په تیر کوچني اختر کې د حکومت له لوری د ۲۰۰۰ بندیانو خلاصولو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د حکومت د سولې ضد دریځ پر چلند کې د بدلون او د ولس آرادې، لومړیتوب، ملي اجماع او نړیوالۍ غوښتني سره د یو ځای کېدو څرکونه وبلل شو.

مګر په حیرت سره چې ډاکتر غنی او کمپاینی ټیم یې یوځل بیا د ۵۹۲ تنو طالب بندیانو په برمته نیولو سره د افغانانو هیلو ته شاه او د ولس د لومړیتوب پر خلاف یې د سولې په لار کې د خنداه وړ او له افسوس څخه ډک بندون رامنځته کړل.

ولي طالبانو د دې ټولو سربیره د درې ورځنی اوربند په کولو او د اختر څخه وړاندی د پاتي حکومتی زیندانیانو پر خوشی کولو او د طالب زیندانیانو د بشپړ خلاصولو په صورت کې د اختر څخه وروسته د یوې اونۍ په جریان کې بین الافغاني خبرو ته د چمتوالي په ښوولو سره خپل دا هوډ او ژمنه څرګنده کړله چې دوی سوله غواړی، جګړه د دوی ایډیال نه بلکې د سولې د دښمنانو د دسیسو پر وړاندی ناچارې دی او که حکومت یې د دوحی د هوکړې سره سم پر ژمنتیاوو عمل وکړې نو جګړه به پای ومومي، ګران افغانستان به د جنګي اوربند پرځای یوې عزتمندی سولې ته ورسیږی او که حکومت پر بی ځایه او خیالی (جمهوریت) شرایطو ټینګار ونه کړې نو بین الافغاني مذاکرات به د افغانانو پر خوښه او ګټه ډېری هیله بښونکې پایلۍ ولری.

مګر په خواشینۍ سره باید ووایو چې د حکومت اړخ کې تل د جګړې د دوام، په بین الافغاني مذاکراتو کې د خیالي او د افغانانو د هیلو خلاف شرایطو ټینګار او په اوس کې د بندیانو د خلاصولو په لار کې خنډونه راولاړېږی، شرایط ښودل کیږی او دا ټول د افغان سولې بهیر پیچلي کوی، د جګړې دوام ته زمېنه برابروی او حتا د سولې د سبوتاژ ویره ریښتیا کوی.

د بېلګي په توګه ډاکتر غنی همدا نن په خپله اختریزه ویناه کې د ۴۰۰ طالب بندانیانو د خوشی کولو په پاره د جرګي راغوښتلو خبره کوی، هغه خبره چې هېڅ منطقي او ولسي توجیح تر شاه نه لری.

ځکه لومړی خو د قانونی جرګي ارکان پوره نه دی، د مشورتي او عنعنوی جرګو پر بحث کې حکومت د خپل ستراتیژیک متحد امریکا او سیګار په خبره یې حتا تر ۴۰ سلنه په کمه خاوره واکمني نه لری، هغه چې دا تشه د جرګي د ملي او ولسي مشروعیت هڅه تر چورلټ پوښتني لاندې راولی.

د مشروعیت، حاکمیت او اتوریتي پر داسي یوه کمزوری او کاواکه دریځ کې د ډاکتر غني د سولې دغسي ځنډنکې هڅې یوازی د دغه ولسی ذهنیت ریښتونی کېدل دی چې وایی د حکومت په اوړو کې شګه ده او دا هر څه د سولې د سبوتاژ هځې دي.

بل لور ته په یو جلاه منطق کې کله چې ډاکتر غني د قلعه جنګي او دښتي لیلۍ د زرګونو افغانانو ـ پښتنو قاتل دوستم ته د ولس د ذهنیت خلاف مارشالۍ د خپل قدرت د دوام په پاره ورکوله هلته جرګه ولی هیره وه، کله چې یې بیا ځل ګډ حکومت د جوړولو معامله کېدله هغه مهال ولي جرګه راونه بلل شوه او تر دې ټولو مهمه داچې کله د پنجاب تورخم بارډر کول، پر تورخم، دوربابا، مروره، وټپور، ماڼوګي، سپین بولک او د هلمند په بهرامچه کې یې دروازی جوړولی، پر ډېورنډ یې اغځن تار تیرول او هره ورځ سلګونه توغندۍ راولي پردغه وخت کې جرګه د پنجاب د غصب، یرغل او اشغال پر خلاف ولي راونه بلل شوه او مشوره ترې وانخیستل شوه.

دې ټولو ته په کتو سره هیله لرم او همدا د ولس غوښتنه ده چې حکومت ژر تر ژره بندیان خلاص کړې، د سولې پر لار کې باجراءته ګامونه واخلی، پر سوله د معاملګریو مخه ونیسې، د سولې ارګ مېشته دښمنان ایل کړې او په ټوله کې د پلمو تراشلو او خیالی شرایطو د وړاندی کولو پرځای پر ولس تکیه وکړې او د ولس لومړیتوب چې سوله ده راخپله او ورته کار ووایې.

دا ځکه چې د بندیانو خلاصول د بین الافغاني مذاکراتو د پیل، اوربند او پر نهایت کې د افغانستان د ژغورلو کیلی ده، مګر په جرګې ټېنګار بیا د سولې د سبوتاژ، له سولې سره د دښمني او پر ټوله کې د افغانستان د ناکامولو او ماتولو هڅه ده.