سکاټ مېلر: افغانستان کې د تاوتريخوالي لوړه کچه دې راټېټه شي 

روهي (درې نۍ/۷ د زمري)، افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ويلي دي چې افغانستان کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي کچه راټېټه شوې ده. 

سکاټ مېلر د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په غبرګون کې دا څرګندونې کړې دي او د تاوتريخوالي په کمښت يې ټېنګار کړی دی. مېلر ويلي دي چې افغانستان کې د روان تاوتريخوالي ډېری قربانيان ولسي وګړي دي. 

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ويلي دي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۲۸۲تنه افغانان د تاوتريخوالي له امله وژل شوي او  ۲۱۷۶ تنه د جګړې قرباني شوي. 

دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون له لاسليک وروسته، تر يو وخت تاوتريخوالی کم شوی وو، خو اوس يو ځل بيا دغه تاوتريخوالي زور اخېستی دی.