د لوی اختر په پار د حکومت رسمي رخصتي اعلان شوه 

روهي (درې نۍ/۷ د زمري)، د کار ټولنيزو چارو او شهيدانو وزارت د يو مکتوب له لارې راتلونکې پنځه نۍ چې د چنګاښ مياشتۍ نهمه او د چنګاښ مياشتې لسمه، يوولسمه او دولسمه نېټې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. 

بیا له بلې خوا عامې روغتيا وزارت د اختر په شپو او ورځو کې له خلکو غوښتي دي چې له تګ - راتګ تېر شي؛ کورنو کې پاتې او روغتيايي لارښوونې پلې کړي. 

که څه هم هېواد کې  د کرونا ويروس په مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو روغتيا وزارت بيا هم ټېنګار کوي، چې که چېرې خلک د کوچني اختر په څېر، لوی اختر بې کې پروايۍ وکړي، د پېښو په شمېر کې ډېروالی راتللی شي.