طالبانو د اختر مبارکي وړاندې کړې؛ خو د اوربند په اړه څه نه دي ويل شوي 

روهي (درې نۍ/۷ د زمري)، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل اختريز پيغام کې د اختر مبارکۍ تر څنګ په يو شمېر مسايلو رڼا اچولې. 

دغه پيغام دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې شوي تړون په اړه ويل شوي دي چې امريکا بايد د ياد تړون په برخه کې ژمنتيا ولري. همدا ډول د بنديانو د خلاصون په اړه ويل شوي چې د زرګونه کورنۍ د خوښۍ لامل شوی. 

د طالبانو په دې اختريز پيغام کې ويل شوي دي چې د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره طالبانو خپل مسووليت او کارونه تر سره کړې دي. 

دغه اختريز پيغام کې د اختر مبارکۍ ترڅنګ پر يو شمېر نورو مسايلو خبرو شوې دي، خو د تېر کال په څېر د اوربند په اړه څه نه دي په کې ويل شوي. کوچني اختر کې طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړی، چې بيا هم حکومت هم له خپله اړخه درې ورځنۍ اوربند وکړ.