کابل کې د پوليسو رينجر موټر پسې چاودنه شوې 

روهي (درې نۍ/۷  د زمري، نن سهار د کابل ښار په بادام باغ نومي سيمه کې د پوليسو په يو رنجر موټر پسې مقناطيسي ماين چاودنه کړې چې تلفات يې رامنځ ته کړې دي. 

کابل پوليسو هم د يادې پېښې پخلی کړی دی. ويل کيږي چې پېښه کې يو کس وژل شوی دی. پوليسو ويلي دي چې په دې اړه پلټنې کوي. 

د طالبانو په شمول تر اوسه کومې بلې وسله والې ډلې د نننۍ پېښې مسووليت نه دی منلی.