د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه شوی 

روهي (درې نۍ/۷ د زمري)، د رسنيو د راپورونو اړوند د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه شوی دی. د نوموړي د ندې د ګوښه کې لامل په دنده کې نغاړۍ ښوودل شوې دي. 

بي بي سي هغه ليک ته لاس رسی پيدا کړی، چې د افغانستان کرېکټ بورډ رئیس فرحان یوسفزي لخوا ښاغلي لطف الله ستانکزي ته استول شوی او پکې له دندې د هغه د ګوښه کولو لاملونه په ګوته شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ هم په يوې اعلاميې کې د لطف الله ستانکزي ګوښه کېدنه تائيد کړې ده او ويلي دي چې نوموړي ته په دې اړه له وړاندې خبر ورکړل شوی وو.