د ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت سلاکار په کرونا ويروس ککړ شوی 



روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، د امريکا متحدو ايلتو حکومت رسنيو ته منلې ده چې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراین په کرونا ويروس ککړ شوی دی. 

د رابرټ اوبراینروغتيايي وضعيت د ډاډ وړ بلل شوی دی او ويل شوي دي چې ناروغي يې شديده نه ده او جدي نښې - نښانې نه لري. 

سپينې ماڼې ويلي دي چې که څه هم د ملي امنيت سلاکار له ولسمشر ټرمپ او مرستيال ولسمشر مايک پېنس سره نېږدې پاتې شوی خو د دوی د ککړېدو ويره نشته. 

رابرټ اوبراین ۴۵ کلن دی او اوس مهال په خپل کور کې قرنطين شوی دی. 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
مالوماتي ويډيوګانې

lower third - د ویډیو پر سر د سرلیک ځای پر ځای کول

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ