ولسمشر نيمروزيانو ته: نیمروز باید زرغون شي او څو میلیون ونې وکرل شي

روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد لومړي مرستيال امر الله صالح او يو شمېر حکومتي چارواکو سره يو ځای د هېواد لېرې پروت نيمروز ولايت ته په رسمي سفر لاړ وو. 

ولسمشر غني نيمروزيانو سره په خبرو کې ويلي، چې د منابعو د عادلانه وېش او د بې عدالتۍ او فساد د مخنیوي په موخه د افغانستان د نفوس سروې ضرور ده او هیله ده چې ټول برېښنایي تذکرې واخلئ. هغه زیاته کړه، زه بیا د رستم نیمروز غواړم، یوازې کرنه کافي نه ده، نیمروز باید زرغون شي او څو میلیون ونې وکرل شي.  

ولسمشر غني ويلي چې د هیواد د نورو لویو ښارونو غوندې د زرنج ښار په ترتیب هم  بوخت یوو. هغه له ګډونوالو وغوښتل د نیمروز پوهنتون لپاره د کار او بازار اړتیا اوغوښتنو ته په کتو اړوند پوهنځي وغواړي.  

ولسمشر د اوبو د مهار په اړه ويلي دي،  د هلمند سېلابونه به نور د نیمروز خلک تهدید نه کړي، اوبه به په اساسي توګه مهار او نیمروز به دوباره د غلې په کندو بدل شي. لکه څنګه مې چې ژمنه کړې وه، څلور میاشتې وروسته به کمال خان بند د اوبو زېرمه کولو ته چمتو شي او د پرانیستې جشن به یې نمانځو.

جمهوررئیس د کمال خان بند د امنیت د تامین په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې وستایلې او وې ویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د جمهوریت په څېر د معاملې وړ نه دي. زه او زموږ ټول هیوادوال ورباندې ویاړو.