صالح: طالبان په سیاسي لحاظ مات شوي

روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح وايي چې  طالبان په سیاسي لحاظ مات شوي دي او ولس د دوی د حکومت ملاتړ نه کوي. 

نوموړي دغه څرګندونې نيمروز ولايت کې ولسمشر غني سره د سفر پر مهال کړې دي. صالح ويلي، "طالبان په سیاسي لحاظ مات شوي او زموږ غوڅ اکثریت هیوادوال د طالبي نظام پرځای د جمهوریت چې انساني فضا یې رامنځته کړې، پلویان او غوښتونکي دي. هغه زیاته کړه، دولت د باعزته او تلپاتې سولې په موخه مذاکراتو ته چمتو دی."

د ولسمشر لومړي مرستيال د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، "د نیمروز خلکو تل د هیواد د دفاع او د خپلو سرحدونو په ساتنه کې د قدر وړ هلې ځلې کړي او قربانۍ یې ورکړې دي. هغه زیاته کړه، د کمال خان بند د دریم فاز جوړولو چارو او پرمختګ په لیدو خوښ شو او له دې سره به د نیمروز ولایت او د دې حوزې د خلکو په ژوند او اقتصادي وده کې ښه بدلون راشي."

امرالله صالح دا هم ويلي دي چې طالبانو د دوحې له توافقنامې وروسته فکر کاوه چې د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته به دوی د جنګ له لارې لاسته راوړنه ولري او په ډېرو ځایونو کې دوی له ولس سره په جګړه بوخت دي، مګر د تاوتریخوالي له لارې به هیڅ هم ترلاسه نه کړي.