زما بیرغ

د بیرغ مادي او فزیکي بڼه د رخت یا ټوکر یوه ټوټه ده چې په عامه اصطلاح کې ورته جنډه وایو، معنوي بڼه یې د ملتونو، هیوادونو د برم، عزت او سیاست نښه ده.

بیرغ په تاریخي او فلسفي لحاظ د یوې ډلې، فوځ د جګړیزې روحیې د لوړېدا، راټولېدنې او ویاړ لپاره کارول شوی دی. بیرغ اوسمهال د ملتونو او هیوادونو د ملي برم، عزت ، سیاست او هویت نښان بلل کیږي.

د بیرغ  رپانده کېدل د بریا، غرور، لوړ مرام، نه تسلیمدل، دفاع، فتحې، هیواد ساتنې، هیودانۍ مینې، خپلواکۍ، ملت پالنې په مانا ده.

د بیرغ رالوېدل او راټیټدل، ناکامي، تسلیمدل، له لاسه وتل یادیږي.
بیرغ ته سپکاوی د اړوند هیواد، ملت، هویت، عزت ته سپکاوی دی. د بیرغ د جوړښت، رنګ ، بڼې ټاکنه د هیوادونو د حکومتونو او ملتونو واک او صلاحیت دی. چې څنګه بیرغ جوړي، څنګه بڼه ورکوي او څه ډول رنګونه ورته ټاکي. خو بیرغ ته په نړیواله کچه منونکی ارزښت د ملګرو ملتونو سازمان وربښي.

هر هیواد چې د ځان لپاره ملي بیراغ غوره کړی، د هغه رنګ، بڼه او نورې نښې یې د ځانګړي عقدوي ، سیاسي او فلسفي پیغام او موخو لرونکې دي.

زمونږ ګران افغانستان ښایي د نړۍ یو له هغه هیوادونو څخه وي چې ملي بیرغ یې په ځلونو بدل او رابدل شوی دی. زمونږ ملي بیرغ چې له تور، سور او زرغونو ټوټو څخه جوړ دی. درې واړه ټوټې یې له کیڼ نه ښي لوري ته په عمودي ډول سره پرتې دي. په لومړي ځل د شاه امان الله خان د خپلواکۍ اخیستو وروسته یې د پغمان په جرګه په جوړښت پرېکړه شوې ده.

 یاد ملي بیرغ چې د ولس په خوښه جوړ شوی وو، د لومړي ځل لپاره د حبیب الله کلکاني له لوري تغیر شوی، چې وروسته د محمد نادرشاه لخوا  بیرته د ملي بیرغ په توګه منل شوو دی. د محمد ظاهرشاه او محمد داود خان د حکومتدارۍ په وختونو کې هم د نښان او ټوټو د لږ بدلون سره په هماغه لومړۍ بڼه پاته شوی، د سردار محمد داود خان د حکومت له ؤنګېدو وروسته بیا د کرزي ترحکومت پورې یاد ملي بیرغ څلور یا پنځه ځلې بدلون کړی، خو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان منونکی نښان هماغه له تور، سور او رزغونو ټوټو جوړ بیرغ وو.

په وروستي ځل زمونږ ملي بیرغ د ۲۰۰۱ کال د اساسي قانون د لویې جرګې له لوري په هماغه پخوانۍ بڼه چې له تور، سور او زرغونې ټوټې جوړ وو، د منځ په نښان کې یې له بدلون راوړولو وروسته تايېد او د اساسي قانون په نولسمه ماده کې یې پېژندنه او ارزښت ذکر شول.

د ملي بیرغ د رنګونو په اړه ویل کیږي چې تور رنګ یې د استعمار ماتول، سور رنګ یې قربانۍ او شین رنګ یې د آبادۍ په لور د ګام مانا ورکوي.

 ملي بیرغ د ملت او هیواد ملي هویت یادیږي، ملي بیرغ ته درناوی خپل هویت، د خاورې عزت ته درناوی دی.

د ملي بیرغ شتون د هیوادنۍ مینې، هیوادنۍ اتلولۍ، هیوادني برم او عزت، ملت پانې او نورو ته د خپل هیواد او ملت ورپېژندنې په برخه کې ستر رول او ارزښت لري.

ګرانو ځوانانو، پتمنو افغانانو ستاسې ملي نښان ستاسې بیرغ دی، ستاسې خپلواکي ستاسې د ملي بیرغ رپانده کېدل دی. که غواړۍ چې ملي نښان مو په ټوله نړۍ کې لوړ او رپانده وي نو د ملي غرور او ملي فکر پر بنا خپلې خاورې او ولس ته ریښتنی خدمت وکړئ.

د مور او خاورې خدمت در باندې فرض دی، پدې لاره کې مو لوی الله ج بریالي او ګړندي لره.