روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د ده د دفتر رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالکریم خرم وايي چې امريکا به په بشپړ افغانستان خوشی نه کړي.
نوموړي له امريکا غږ سره په مرکې کې ويلي دي، "امریکا په افغانستان کې ملیشې روزلي او تجهیز کړي دي." د خُرم په وينا چې دا ملیشې په بیلابیلو نومونو فعالې دي چې د هغه په خبره یوازې په خوست ولایت کې لږترلږه ۱۲۰۰۰ ملیشې شته دی.
د افغان حکومت دغه پخواني چارواکي دا هم ويلي دي، چې د بندیانو د خوشې کیدو په اړه د طالبانو تازه شرط کومه نوې خبره نه ده، ځکه په وینا یې چې امریکا د سولې په توافق کې ورسره ژمنه کړې ده.
وروستي