کرونا په افغانستان کې: تېرې يوې شپې - ورځ کې ۱۰۹ مثبتې پېښې ثبت شوې 

روهي (دوه نۍ/۶ د زمري)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو اړوند په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۰۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

عامې روغتيا وزارت وايي چې دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶,۲۶۳  ته ورسېد چې ۹۷۹۶ پېښې يې فعالې دي. تېرو ۲۴ ساعتونو کې لس کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي او همدا ډول ۱۸ نور رغېدلي دي. 

تازه پېښې فراه (۲۰)، بادغیس (۲۱)، هرات (۱۶)، کابل (۱۴)، تخار (۳)، بامیان (۹)، دایکنډي (۱۳)، بدخشان (۲)، لغمان (۱)، غور (۶) او پنجشیر کې يوه پېښه ثبت شوې ده.